ننګرهار کې د ۷ ولایتونو ځوانانو او پېغلو د انځورګرۍ له لارې د سولې پېغام وړاندې کړ

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )، د ننګرهار،کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو ځوانانو او پېغلو په جلال اباد ښار کې د سولې او یوالي تر عنوان لاندې په لاس جوړ شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.
 
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سولې او یوالي تر عنوان لاندې په لاس د جوړ شوي انځورونه یوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو چې په کې د کابل،هرات او ننګرهار ځوانانو هم برخه درلوده.

د اسما،شبنم،یاسر او عظیمي په نومونو دا انځورګر وایي له دې لارې غواړي، چې د سولې پيغام ورسوي او د ولس تر منځ د اړیکو په غښتلتیا کې رول ولري، د دوی ډېر انځورونه له جګړې د کرکې او د سولې په ملاتړ وو.

د دې د پروګرام ولایتي مسول الیاس الفت وایي، دا نندارتون د راځئ خبرې وکړو پروګرام له خوا پیل شوی، چې د هېواد له اوه ولایتونو څخه په کې ځوانان برخه لري.

ذبیح الله په نوم د دې انځورونه یو تن لیدونکی وایي، د سولې او جګړې په اړه یې د انځور په ژبه ډېر ښه پيغامونه ولیدل.

دې وروستیو ننګرهار ته په بېلابیلو پروګرامونو کې د ولایاتو د ځوانانو ډلیز سفرونه زیات شوی.

تر دې وړاندې هغه يې د وطندارې ملي پروګرام وو،چې د ۲۱ ولایتونو ځوانانو په کې برخه لرله.