نیمروزوالو د دایمي سولې، ولسواکۍ او جمهوریت ملاتړ وکړ

روهي( دوه نۍ/۵ د کب )، د نیمروز ولایت لسګونو قومي مشرانو، دیني علماو، مېرمنو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د دایمي سولې، ولسواکۍ او جمهوریت په ننګه خپل غږونه پورته کړل.

نیمروزیانو خوښي څرګنده کړه ،چې هېواد یې د پرمختګ، سولې او ولسواکۍ خواته روان دی او دوی به په هر ډول شرایطو کې د خپل نظام ملاتړ وکړي.
نیمروز والي سیدولي سلطان د نیمروز له خلکو مننه وکړه، چې تل یې د خپل نظام، ولسواکۍ، جمهوریت او تلپاتې سولې ملاتړ کړی دی.

ده دغه ډول وویل، چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په تړاو، د سولې د پړاوونو د تنظیم، د سولې لپاره د پلانونو او پروګرامونو او د تاوتریخوالي د کمولو په اړه واضح دریځ لري.

نیمروز والي د خپلو خبرو په دوام داهم وویل، چې د افغانستان او اسلامي نړۍ دعلماوو دفتواء له مخې روانه جګړه مذهبي استناد نه لري او اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چې پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د افغانانو هیله او باورمندي یوه تلپاتې او باعزته سوله ده او په هر ډول شرایطو کې به له ولسواکۍ او جمهوریت ننګه او ملاتړ کوي.