ليكنه: نوراحمد عايل
جورج ماريو فيډرو وارگاس يوسا (Jorge Mario Pedro Vargas Llosa) سږ کال د نوبل نړيواله ادبي جايزه وگټله؛ نوموړى چې دامريکا د لويې وچې د پېرو هېواد اوسېدونکى دى ، د ١٩٣٦ زېږدي کال د مارچ په ٢٨ مه نېټه ددې هېواد په سوېل د ارکيپاى په سيمه کې زېږېدلى ؛مقاله ليکونکى سياست پوه ، داستان ليکونکى او ورځپاڼه چلوونکى و. مور او پلار يې له واده وروسته يوازې پنځه مياشتې گډې سره تېرې کړې چې بيا سره بېل شول، نو د ژوند لومړي لس کالونه يې په بوليويا هېواد کې له خپلې مور سره تېر کړل ،کله يې چې د مور له خوا نېکه په پېرو کې په يو څه ستره څوکۍ وگومارل شو، نو له خپلې مور سره خپل هېواد ته راغى ، کمکي توب يې ډېر تريخ و؛ په ١٤ کلنۍ کې يې نوي پلار په نظامي ښوونځي کې شامل کړ، دې ځاى ډېر ستر اغېز پرې وښانده ، او داروين ډوله ليکنې يې له همدې ځايه پيل کړې ، نوموړى وروسته د ليما پوهنتون د ازادو هنرونو له څانگې فارغ شه ، اوبيا يې د ماډريډ پوهنتون څخه په ادبياتو کې دوکتورا وکړه.
په ١٩٥٩ زېږدي کال يې پاريس ته کډه وکړه، اود فرانسې خبري اژانس اود فرانسې په دولتي تلويزيون کې يې په کار پيل وکړ.
کلونه،کلونه يې په پاريس، لندن او ماډريډ کې بېلابېلې دندې تر سره کړې .
په ١٩ کلنۍ کې يې له خوليا اورکېدي چې دده خپلوانو څخه وه او ١٨ کاله ترې مشره وه ، واده وکړ ، (دخولياتروراو ليکوال) رومان يې ددې ښځې له شخصيت څخه په الهام اخيستلوليکلى.
له دې مېرمنې سره يې گډ ژوند ډېر ونه پايده او په ١٩٦٤ زېږدي کال په طلاق پاى ته ورسېد، کال وروسته يې له پاټريسيا ((دده د ژوندمېرمن)) سره واده وکړ، چې تر اوسه يې مېرمن ده، او درې لورگانې د ( الغارو، گونزالا،مورگانا ) په نومونو ورڅخه لري.
ماريو بارگآس يوسا شل کلن و، چې لومړنى داستان يې خپور کړ، کوچنى داستان و چې د (ډلگيومشر) په نامه يادېده او د پلازمېنې لېما يوې خپرندويې ټولنې خپور کړ، خو داسې به يې هېڅ فکر نه کاوه چې يو وخت به د نوبل نړيواله ادبي جايزه گټي او د لاتينې امريکا په دوو سترو ليکوالانو ( گابريل گآرسيا مارکز او فوينټس ) سره به په يوه ليکه کې درېږي، نن ورځ د همدې دريو ليکوالانو په برکت د لاتينې امريکا ادبيات ځلېږي.
يوسا له هماغې ځوانۍ څخه له( لاکرونيکا) نومې خپرونې سره همکاري لرله، د شعرونو د لومړنۍ ټولگې او د پوهنتون په لومړيو کالونو کې د زده کړيالو د اعتصابونو په رهبري کولو سره يو څه له سياسي پلوه هم وپېژندل شو، د ښه معاش د ترلاسه کولو په پار يې بېلابېلو کارونو ته مخه کړه، خو له نورو ټولو هغو سره،سره يې ادبياتو او حقوقو ته په پوره شوق ملا تړلې وه، په ١٩٥٨ زېږدي کال په ماډريډ پوهنتون کې د زده کړې زمينه ورته برابره شوه، کال وروسته يې لنډ داستانونه په بارسلون کې چاپ کړل ،او په همدې کالونو کې يې يې له بورخس او فوينټس او نورو اسپانوي ژبو ليکوالانو سره وپېژندل.
په ١٩٦٣ کې يې خپل لومړنى رومان (د پېراتل) خپور کړ،ددې رومان سکالو په ټولنيز ،سياسي اقتصادي او فرهنگي ډگر کې د نظاميانو شومې لاس وهنې او شوم تبليغات و، چې په خورا تود هر کلي او توندو نيوکو بدرگه شو،دا پراخ اغېز ددې سبب شو ،چې د يو راډيکال منتقد په توگه مطرح شي حتى تر دې چې ددې کتاب ډېر ټوکونه يې د يوه رسمي جشن په ترڅ کې اور ته واچول شول.
په ١٩٦٦ زېږدي کال کې د خپل دويم رومان ( شين کور) تر چاپ وروسته له پاريس څخه لندن ته ولاړ او د اسپانوي –امريکايي ادبياتو په تدريس بوخت شو، کال وروسته يې د داستانونو دويمه ټولگه خپره کړه، او دوه ادبي جايزې يې وگټلې ، درېيم رومان يې چې (په کاتدرال کې خبرې اترې)نومېده چې په ١٩٦٩ زېږدي کال يې خپور کړ، يو کال وروسته بارسلون ته ولاړ او د مارکز په اثارو يې کره کتنې پيل کړې چې بيا په کتابي بڼه په ١٩٧١ زېږدي کال خپرې شوې، له دې مخکې يې څوځلې کيوبا ته سفرونه کړي و، او لکه د نورو لاتينې امريکا د ليکوالو په څېر يې د کيوبا له حکومت سره ښې اړيکې لرلې ، خو د کيوبا د حکومت له لوري د ليکوال ( ابرټو پاديلا) له نيول کېدو وروسته ؛ دده په گډون د لاتينې امريکا ډېرى ليکوالو د کيوبا له حکومت سره د دوستۍ تار پرې کړ، وارگاس يوسا له نورو ليکوالو سره په گډه د کيوبا په ټولنه حاکم اختناق او خپله فيډل کاسټرو په سختو ټکو وغانده.
د څو نورو همفکره ليکوالانو سره په گډه يې په پاريس کې د (ازاد) په نامه نشريه خپره کړه، او (د يوه رومان پټې ماجرواې) کتاب يې په بارسلون کې خپور کړ، څلورم اثر يې (کيپتان پانتوخا او ځانگړي خدمتونه) په نامۀ دى چې په ١٩٧٣ کې خپور شو.
په ١٩٧٤ کې په اروپا کې له ډېرې مودې تېرولو وروسته خپل هېواد ته ولاړ په ١٩٧٦ زېږدي کال د امريکا د قلم ټولنې د رييس په توگه وټاکل شو، او د اروپا، امريکا او شوروي اتحاد په بېلابېلو پوهنتون کې يې د مېلمه استاد په توگه درس او بيانيې ورکړې.
ددۀ ډېر نږدې او پوخ ملگرى کولمبيايي ليکوال او د نوبل د ادبي جايزې گټونکى گابريل گارسيا مارکز و، خو په ٢٠٠٣ زېږدي کال يې د کولمبيا په پلازمېنه بوگاټا کې د يوه کنفرانس په ترڅ کې خوله ورواچوله او مارکز يې ددې په خاطر چې له کيوبا او په ځانگړي ډول له فيډل کاسټرو سره نږدې اړيکې لري (دکيوبا چاپلوس) وبالۀ ، له دې سره د دواړو ترمنځ خوابدگي راغله او له تالار څخه د مارکز ټول پلويان د اعتراض په ډول ووتل.
د يوسا شهرت په خپل بل رومان (سپى ډوله ژوند) لا پسې ډېر شو ،چې پکې يې د خپلې نظامي زده کړې حالات انځور کړي دي.
په ١٩٩٠ زېږدي کال د پېرو هېواد ولسمشريزو ټاکنو ته ودرېده، خو د خپل سيال (البرټو فوجيموري) په وړاندې يې ماتې وخوړه ،مخالفينو به يې د ټاکنيزو منډو ترړو په بهير کې په راډيو گانو کې دده د کتابونو سکس برخې را اخيستې او د راډيو له لارې به يې په خلکو اورولې ، تر څو خلک پرې پوه شي او رايه ورنکړي.
نوموړى د امريکا د متحده ايالاتو له سياست څخه په ننگه د مقالو په خپرولو تر سختو نيوکو لاندې و،دا مقالې يې د امريکا- عراق د جگړې پر مهال هغه وخت چې له خپلې عکاسې لور مورگانا سره عراق ته تللى و؛ ليکلې وې ، خو په ٢٠٠٤ زېږدي کال يې بېرته خپله خبره راغونډه کړه او د امريکا تېرى يې په عراق باندې د ټولو نړيوالو اصولو پرخلا ف وباله او ويې ويل چې نه شي درک کولاى چې ولې اسپانيا په دې جنگ کې د امريکا ملگرتوب کړى ، خو ډېر ژر کله چې اسپانيا خپل ځواکونه له عراق څخه راوغوښتل ، خبره يې واړوله او د اسپانيا دا کار يې ناسم باله او ويې ويل چې د اسپانيايي چارواکو دا پرېکړه به دا مانا ورکړي چې گويا تروريستان بريالي شول.
يوسا ډېرې جايزې گټلې دي چې د هغو له جملې څخه يې په ( مرگ په غره کې دى) رومان د پلانټرا جايزه وگټله همدارنگه يې د همينگوى، پوليټيز، او د اسپانيايي ژبو ليکوالو تر ټولو ستره جايزه (سروانټس) په ١٩٩٥کې تر لاسه کړه، په ١٩٩٦ کې د جرمني د سولې جايزه، او په ٢٠١٠ زېږدي کال کې د نوبل د سولې نړيواله جايزه وگټله.، له نوموړي مخکې په وروستي ځل له لاتينې امريکا څخه ليکوال ګابريل گارسيا مارکز د نوبل ادبي جايزه په ١٩٨٢زېږدي کال گټلې وه، چې په لومړيو کې دده ډېر نږدې ملگرى و.
ماريو بارگاس يوسا تر اوسه دېرش رومانونه او نندارې ليکلې دي نامتو هغه يې : په کاتدرال کې خبرې اترې (١٩٦٩)،شين کور (١٩٦٦) د پېراتل (١٩٦٣)،د خپل نظامي ژوند په اړه يې ليکلى چې د ليونيسو پراډو په نظامي اکاډمۍ کې يې د زده کړو پرمهال درلود،دې کتاب په پېروکې جنجال رامنځ ته کړ او ١٠٠٠ ټوکه يې ددې اکاډمۍ د افسرانو له خوا په عام محضر کې اورته واچول شول. د ډلگيو مشر(١٩٥٩) د سپي کالونه (١٩٦٦) د الخاندرومايټا واقعي ژوند (١٩٨٥) ،چا پالومينومولرمړکړ؟،مرگ پر لاره دى (١٩٩٦)،ښاراوسپي (١٩٦٣)،(ليټوما د غرونو په منځ کې دى) يې هم خورا نامي دي.
څېړنيز اثار يې: دهيجان ژبه(٢٠٠١) ، ځوان رومان ليکوال ته ليکونه(١٩٩٧) ،ولې ادبيات؟، پټ واقعيت (١٩٩٠) کب په درياب کې (١٩٩٣) د سارتر او کامو ترمنځ (١٩٨١) او د نړۍ د پاى جنگ دي. پورته ټول اثار يې د نړۍ په بېلابېلو ژبو لکه: فرانسوي، ايټالوي، پرتگالي، انگرېزي،جرمني ،روسي، فنلنډي،ترکي، جاپاني، چينايي،چکي، عربي، پارسي او نورو... ژباړل شوي دي.
دا څلوراويا کلن ليکوال دم گړۍ په ماډريډ کې اوسي او د راتلونکې نومبر مياشتې په ١٠ مه نېټه به د سويډن د اکاډمي له خوا د نوبل د جايزې په توگه ١،٤ ميليون ډالر ، يومډال او ستاينليک تر لاسه کړي.
وروستي