ولسمشر غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي اوونۍ د پیل او په تېرو دوو ورځو کې د دغه بهیر د ارزونې او سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
زلمي خليلزاد له تېرې يوې اوونۍ له افغان سياسي اغېزناکو څېرو سره کتنې کوي، که څه هم دغه ناستې د سولې په اړه تر سره کيږي خو ويل کيږي چې ولسمشريزې تاکنې او پر سر يې راپورته شوی کړکېچن وضعيت هم د بحث اصلي مسايل دي.