هغه افغان  لوبغاړي چې د پاکستان سوداګریزو لوبو کې لوبیږي

روهي(یوه نۍ/۴ د کب)، د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې لوبیږي.دا سیالۍ تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدلې او ځينې لوبې به یې په پاکستان کې کېدلې.
 
د پاکستان د کورني کرېکټ سوداګریزو سیالیو یا پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو ته شپږ لوبډلو بېلا بېل پښتانه لوبغاړي غوره کړي دي. په دې لوبډلو کې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي کوټه ګلیدیئټرز نومې لوبدله کې اخیستل شوي دي.
 
د کوټې اوسېدونکی عبدالناصر، احمد شهزاد، محمد نواز، سهیل خان، انور علي او د کوز دیر نسیم شاه هغه پښتانه لوبغاړي دي چې دې سیالیو کې د کوټې لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.ورپسې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي ملتان سلطانز نومې لوبډله کې اخیستل شوي.نامتو لوبغاړی شاهد خان اپرېدي، جنید خان، محمد الیاس، عثمان قادر او د بنو خوشدل شاه په لومړي ځل ملتان سلطانز نومې لوبډلې ته غوره شوی دی.