زلمي خليلزاد د عبدالله عبدالله نېږدې ملاتړو جنرال دوستم او صلاح الدين رباني سره کتلي 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د هېواد روان کړکېچن سياسي وضعيت په ترڅ کې د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړې استازي زلمي خليلزاد د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني سره کتلي دي. 

د صلاح الدين رباني او طلمي خليلزاد لېدنه نن ورځ شوې چې رباني په ټوېټر پخلی کړی او ويلي دي چې پر سولې او د ټاکنو پر پايلو خبرې شوې، خو په اړه يې ډېر مالومات نه دي شريک کړي. 

بيا بله خوا جنبش ګوند هم تېره ورځ د جنرال دوستم او زلمي خليلزاد د لېدنې پخلی کړی، خو ويل شوي دي چې د ناستې جزئيات رسنيز شوي دي نه دي. زلمي خليلزاد د افغان سياسيونو سره د لېدنې په لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدين حکميتار او د ټاکنو يو شمېر نورو نيوکه کوونکي سره هم ناستې تر سره کړې. 

د ټاکنو پايلې تېره اوونۍ اعلان شوې خو غبرګونونه يې پراخه وو. ډاکټر عبدالله عبدالله د موازي حکومت اعلان وکړ او د واليانو پر ټاکنه اخته دی. حکمتيار هم د ټاکنو پايلې نه مني او د مدني بغاوتونو يې ويلي دي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله په غېر مشروع کړنو ډېر څه نه وايي، خو زياتوي چې په نېږدې ورځو کې به ولسمشر غني د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړي ې تياري ورته روان دي.