عبدالله عبدالله (محمد آصف عظیمي) نومي کس د سمنګانو والي معرفي کړ 

روهي (يوه نۍ/ ۴ د کب)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې پر خپلسر او غېر مشروع ډول د واليانو د ټاکلو په لړۍ کې محمد آصف عظیمي د سمنګانو ولايت د والي په توګه معرفي کړي دي. 

د فريد خوځون په نوم د عبدالله عبدالله يو وياند د دغه خبر تائيد کړی دی او ويلي دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۷۱۷ حکم پر اساس ياد کس د سمنګانو والي ټاکل شوی دی. 

د جنبش ګوند وياند او د ډاکټر عبدالله عبدالله يو تن ملاتړي بشیراحمد تینج رسنيو ته ويلي دي چې د واليانو ټاکل کېدل به لا پسې دوام ولري. نوموړي د دوی د ټيم له خوا د سرپل، جوزجان، سمنګان او پنجشير ولايتونو د واليانو ټاکل کېدل تائيد کړي دي. 

حقوق پوهان وايي چې د عبدالله عبدالله دا ډول کړنې د هېواد اساسي قانون سره په ټکر کې دي او په غېر مشروع ډول يې داسې چارو ته مخه کړې ده چې هېواد د بحران پر خوا رهي کوي.