د عبدالله ډله: د واليانو له معرفي وروسته وزيرانو ټاکو او بيا به ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر په توګه لوړه وکړي 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزه ډله وايي چې دوی اوس مهال د واليانو او ورپسې د سرپرست وزيرانو له ټاکلو کېدو ورسته د لوړې مراسم تر سره کوي. 

د دغه ډلې يو غړی فضل احمد معنوي وايي چې د لوړې مراسمو لپاره يې تياري پيل کړي دي چې د ولايتونو د واليانو او سرپرست وزيرانو له ټاکل کېدو وروسته به ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

عبدالله عبدالله تر اوسه د بغلان، جوزجان او سرپل واليان ټاکلي او همدا ډول د پنجشير والي له ولسمشر غني بغاوت کړی او ويلي دي چې له دې وروسته به د ډاکټر عبدالله عبدالله پيروي کوي.