کرونا ويروس په هرات کې؛ درې مشکوکې پېښې يې ثبت شوې دي 

روهي (ي،ه نۍ/۴ د کب)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې لوېدېځ هرات ولايت کې  د کرونا وژونکي ويروس درې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي. 

تر اوسه نه ده څرګنده چې يادې پېښې د کرونا مثبتې پېښې دي او کنه، خو نښې - نښانې يې کرونا ويروس ته ورته دي. افغان چارواکي  وايي چې په دې برخه کې جدي پلټنې پيل کړې دي. 

هرات کې د کرونا ويروس په اړه اندېښنې وروسته له هغه زياتې شوې، چې د هېواد ګاونډ ايران کې ياد ويروس پنځه کسان ووژل او تر ۳۰ نور پرې اخته شوي دي. 

افغان چارواکو  د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې نن وروځ د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب په مشرۍ ناسته تر سره کړه او ترې يوې ناڅرګندې  مودې پوري يې ايران سره هر ډول تګ - راتګ بند کړی.