جوليان اسانګ

 معاصرې نړۍ خپله څېره بدله کړې ، په هرډګر او هره ساحه کې بدلونونه راغلي . د ظلم، ستم، مقاومت او مبارزې طريقې هم بدلې شوي ، خو بنسټونه او پرنسيپونه يې پر ځای پاتې دي . زبرځواکونو عاطفي نقابونه پر مخ راکښ کړي دي او د ښکلي شعارونو تر شا يې له وحشته ډکې استعماري موخې پټې کړې دي . نن ورځ د ترهګرۍ سره د مبارزې ، د دموکراسۍ د پلي کولو ، د ښځو له حقونو او د بشر د حقوقو څخه د دفاع په پلمه څومره وحشتناک او غير انساني پلانونه تر سره کيږي. استعماري ځواکونونسل وژنې او قوم وژنې ته مخه کړې او ښه بېلګه يې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو د وژلو دسيسه ده ، چې زموږ ګاونډي هېوادونه هم په دغه دسيسه کې فعاله ونډه لري .
ځينې خلک د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کيدو له امله ځکه خواشيني ښيي ، چې فکر کوي نړۍ يو قطبي شوه او امريکا ځان يوزاينی زبرځواک ګڼي او له دې امله يې هر څه چې زړه غواړي هغه تر سره کوي او ځان دټولو ځمکې خاوند بولي. تاريخ ښيي ، چې په نړۍ کې ډېر ځلې له پوځي او اقتصادي پلوه زبرځواکونه رامنځته شوي ، خو په داسې يو فقير هېواد لکه افغانستان کې يې ګونډې وهلي دي . د دغو زبرځواکونو لويه تيروتنه دا وه ، چې دوی د خپلو ماتيدو په هکله هېڅ سوچ هم نشو کولی.
دغه زبرځواکونو د ډېرو نورو امکاناتو تر څنګ ميډيا هم د يوې ځواکمنې وسلې په توګه کاروي او د خپلو پلانونو د تر سره کولو لپاره مخکې له مخکې د عوامو ذهنونه چمتو کوي.
د پاملرنې وړ ده ، چې کله ناکله د زبرځواکنو لخوا جوړې شوي وسلې او وسيلې د دوی پر ضد هم کارول کيږي ، چې نن سبا په انټرنېټ کې يې د زرګونو پاڼې بيلګې موندلی شو.
په امريکا کې د ورستيو جمهوري رياست ټاکنو بهير له نيمايي زياتو خلکو د انټرنېټ له ﻻرې تعقيبولو ، چې دا په خپله نن سبا د انټرنېټ اهميت ښيي.
د بشر پر ضد د پټو دسيسو او جرمونو په افشاکولو کې ((ويکي ليکس)) WikiLeaks انټرنېټ پاڼې داسې هېښوونکي ګامونه اوچت کړل ، چې د امريکا په څېر د يوه هېواد چارواکي څخه يې ﻻره او ګودر ورک کړل .
د ((ويکي ليکس )) ويب پاڼه وروسته له هغې د ورځپاڼو د سرليکونو موضوع شوه ، چې د کال په پيل کې يې هغه ويډيو په ډاګه کړه ، چې په عراق کې د امريکايي ځواکونو جنايات يې ښودل او هغه ويډيو يې خپره کړه ، چې په کې د رويټر دوه خبرياﻻن د اپاچي چورلکې په واسطه وژل کيږي .
اوس اوس دغې رسنۍ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو جنايت په ډاګه کړي او ښيي ، چې زيات شمېر ملکي خلک يې وژلي او همدا راز يې ﻻسوندونه پټ ساتلي .
د نړۍ نامتو ورځپاڼو لکه ((ګارډين ))، (( نيويارک ټايمز)) او (( شپيګل )) ، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د جناياتونو په هکله ليکي ، چې رپوټونه د 90 زرو ﻻسوندونو پر بنسټ چمتو شوي دي .
په دغه ﻻسوندونو کې داسې رپوټونو هم شامل وو ، لکه په افغانستان کې د عامه خلکو وژنه ، د امريکا د څارګرې ادارې د ځانګړو ځواکونو لخوا د طالب مشرانو بې محاکمې وژنه ، طالبانو ته له ځمکې نه هوا ته د توغنديو ﻻسته ورتلل ، د امريکايانو لخوا د طالبانو د وژنې لپاره د بې پيلوټه الوتکو کارول او د امريکا ((نيوادا)) څخه يې کنټرول ، د طالبانو لخوا د سړک د غاړې د ماينونو په کارولو کې زياتوالی او داسې نور .
د ويکي ليکس ويب پاڼې مسوول جوليان اسانګ وايي : زه دا لېوالتيا لرم ،چې دافغانستان دجګړې په اړه به دراتلونکو څو اونيو په ترڅ کې نور لاسوندونه خپاره کړم نوموړي دخپرونې ددقيقې نېټې په اړه ويل : موږ اوس نيمايي لار وهلې ده ددې مانا داده ،چې په څو اونيو کې به خپاره شي .
جوليان وايي : زما ويبپاڼه داستخباراتو په اړه تخصص لري زه دا هوډ لرم ، چې دافغانستان دجګړې په اړه نور پنځلس زره محرم نظامي اسرار خپاره کړم .
امريکا اندېښنه لري ، چې که ويکي ليکس 15 زره نور ﻻسوندونه هم خپاره کړي ، کيدی شي د امريکا پر ملي امنيت او همدا ډول په افغانستان کې د ترهګرۍ په پلمه مبارزه باندې ناوړه اغيز وشيندي.
د ويکي ليکس انټرنېټ پاڼې مشر ويلي ، چې دغه ﻻسوندونه ډيری يې د افغانستان د جګړې په هکله دي. د پنتاګون يوه تن چارواکي ويلي ، چې دوی په دې هکله پوهيږي ، چې ويکي ليکس د کومو اسنادو د خپرولو پرېکړه کړې. د پنتاګون دغه چارواکي اندېښنه ښودلې ، چې دا ﻻسوندونه، د پخوا خپاره شويو ﻻسوندونو څخه هم ډېر خطرناک دي او کيدی شي زيان يې ﻻ زيات وي .
که څه هم دا چمتو شوي ﻻسوندونو له نورو راز راز سرچينو ، څخه هم ويکي ليکس ته رسيدلي خو ارزښت يې په دې کې هم دی ، چې دغه ويب پاڼې يې په خپرولو وتوانيده او داسې چارګرې ادارې لکه ای اس ای او نور يې د خپراوي مخنيوی ونشو کړای .
راځئ د دومره زياتو هنګامو او ګونګوسيو وروسته ، د دې نامتو ويب پاڼې ويکي ليکس بنسټ اېښودونکي په هکله هم يو څه مالومات تر ﻻسه کړو .
جوليان پاول اسانګ
خبريال او د انټرنېټ سياسي اکټويسټ ، د ويکي ليکس انټرنيټ پاڼې بنسټ اېښودونکی ، جوليان پاول اسانګ Julian Paul Assange په 1971 ز کال کې د اسټراليا په ټوينز وېلي Townsville ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيسې دي.
د نوموړي مور پلار د سيار تياتر خاوندان وو او له يوې سيمې به بلې ته خوځيدل . له دې امله ډېره د ايرانتيا خبره نه ده ، چې نوموړي له يوولس کلنۍ نه تر شپاړس کلنۍ پورې په 37 ښوونځيو او6 پوهنتونونو کې زده کړې کړي دي .
اسانګ د فزيک په رشته کې University of Melbourne.دملبرون په پوهنتون کې زده کړې کړي او نوموړی مخکې له دې ، چې د ويکي ليکس ويب پاڼې بنسټ کيږدي او د دې پاڼې د مشر په توګه کار وکړي،د رياضي او فزيک محصل و او همداراز يې د هکر hacker او د کمپيوټر پروګرامونو جوړولو چارې يادې کړي وې او په دې توګه به يې کولی شول ، چې ځينې پټ رازونه هم تر ﻻسه کړي . نوموړي د ويکي ليکس د بنسټ اېښودو سره ځان ته موخه وټاکله ، چې عام خلک له پټو رازونو خبر کړي .
جوليان اسانګ په چين ، ايران ، انګلستان او متحده اياﻻتونو کې څو ځله نيول شوی ، پلټل شوی او راز راز تورنه ورباندې لګول شوي ، خو پايلې يې نه درلودې.
اسانګ په 2008 ز کال کې د conomist Index on Censorship Award او په 2009 زکال کې يې Amnesty International Media Award (New Media) جايزې هم تر ﻻسه کړې دي.
د روان 2010 ز کال د جون مياشتې راهيسې اسانګ د امريکا حکومت لخوا لټول کيږي او د سپينې ماڼۍ نه ځينې چارواکو ده ته په پټه خبرداری ورکړی ، چې امريکا ته سفر و نه کړي ځکه چې وبه نيول شي .
د دې ټولو په زړه پورو کيسو سره سره بيا هم په اوسنۍ د پټو مغلقو دسيسو نړۍ کې دا هم له امکانه ليرې مه بولی ، چې سبا ته وويل شي ، ويکي ليکس هم په سي ای اې پورې اړونده ده ويب پاڼه ده .