روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، ايران کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو له تشخيص او د پنځو کسانو له مړينې وروسته افغانستان له دغه هېواد سره هر ډول تګ - راتګ بند کړ.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په ايران کې خپلو قونلسګريو ته ويلي دي چې افغانستان ته د ايرانيانو او له افغانستانه د افغانانو تګ - راتګ تر يوې مودې وځنډوي.
افغانستان همدا ډول له ايران غوښتي دي چې تر يو وخت دې هغه هېواد د افغان کډوالو له اجباري وتلو ډډه وکړي.
د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب په مشرۍ تر سره شوې ناسته کې له ايران او پاکستان د مرغانو او د هغوی د هګيو رالېږد هم ځنډېدلی دی.
کرونا ويروس ايران کې پنځه کسان ووژل او تر دېرشو نور پرې اخته شوي دي. ايران کې ښوونځي او پوهنتونونه هم د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې تړل شوي دي.
وروستي