د غوښتنو پرتلنه

د هرې وینا او کړنې په ترسراوي کې د فردي پرتلنې اغېز او بیا د دې تر شا د انساني غوښتنو تقلید هم څرګندیږي. دا خبره ډېره کېږي کوم څه چې اوس موږ وایو ویل شوي. دا خبره کېدای شي، چې رښتیا وي؛ خو بڼې یې بدلې دي.

همدا د بڼو بدلون په انساني رفتار کې هم څرګندیږي، چې ته څه کوې نور یې هم کوي او ستا په شان به د ذوق موخو لپاره ترې کار اخلي.

د تقلید کوونکي فکر که د علم په ګاڼو پسولل شوی وي، هېڅکله داسې لار  نه خوښوي، چې د احساساتو پارونکې وي یعنې د ټولنیزو او دیني ارزښتونو سره ځان په ټکر کې نه واقع کوي.

د ژوند شېبې هم همداسې روانې وي، چې انساني تفکر د تدبر او ټولنیز بدلون سره خپله تګلاره وټاکي.

موږ ډېری وخت د دې په اړه فکر کوو، چې ځاني تحول څنګه په ځان کې څرګند کړو؟
بیا یې د لارو انتخاب راته سخت شي، همدا د ژوند په اړه د متزلزله فکر رامنځته کېدو لومړی ګام دی، چې شروع مو کړ؛ خو دا د دې مانا نه لري، چې په ذهني لحاظ ټکني یو؛ بلکې د تفکر مزي مو په هغه ډول د تدبر له مزو سره نه دي وصل کړي، څنګه چې د ژوند د شرایطو غوښتنه وي.

ځان د هر ډول شرایطو سره وصل کول په ذهني زېرمتون کې د خپلواکۍ فکر په خوځښت راوستل او انساني غوښتنې د ژوند له رنګونو سره یو ځای کول پکار دي، چې بیا د ځاني پرتلنې پر ځای د تحول نښې څرګندې شي.

د هر لید لوري لپاره د منطقي تحول په بناء کتل پکار دي؛ ترڅو د ژوند نوو اړخونو سره د سالمې ایډیالوژۍ له لارې داخل شو.

ژوند د عجایبو نړۍ ده او د افکارو ورځني چارې د همدې عجایبو له اغېزمتیا سره ځان ښیي. دا اغېز کله دومره سریع شي، چې د ژوند کولو زاویه یې په بغض کې رنګینه شي اود لورینې فکر ساکن شي. له دې متزلزله حالته د وتلو تفکر په چاپېریالي فکر کې راوستل پکار دي؛ ترڅو د ژوند اینې د لورینې په باد پاکې کړای شو او خلکو ته د ژوند کولو فکر له ټکرونو پاک د وصل او زغملو په فرهنګ بدل کړو؛ نو هله به مو د غوښتنو پرتلنه د مینې او ژوند رنګ واخلي. انساني غوښتنې به د بغض پر ځای د لورینې تار په خوځښت راولي.