د واکسین کور په کور کمپاین

روهي(یوه نۍ/۴ د کب)، د پولیو د ناروغي د زیاتېدو له ویرې اوس په ځینو ولایتونو کې نجونې په ډله ییزه توګه کور په کور ګرځي او د واکسینو د ګټو په اړه کورنیو ته معلومات ورکوي. ددې لپاره چې میندې او د کورنیو نور غړي د پولیو له واکسین سره اشنا کړي او د ګټو په اړه یې ورته ووایي.دوی په لومړي قدم کې د یوې ۲۵ کلنې مور خدیجې، په قانع کولو بریالي کیږي.
 
د روغتیايي چارواکو په خبره میندو ته عامه پوهاوي د واکسینو په وړاندې لږ ترلږ دودیز باورونه او د کورنیو نه پاملرنه را کمولی شي. د چارواکو په خبره طالبان هم په خپلو تر واک لاندې سیمو کې کله نا کله د پولیو د واکسینو کمپاینونه را محدودوي
د افغانستان د عامی روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دغه هېواد په جنوبي حوزه کې د پولیو ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.په همدې کال کې د هېواد په کچه تر دوه میلیون ډیر ماشومان چې عمرونه يي تر پینځه کلنۍ کښته و، د پولیوله واکسین نه محروم شول.