ترکیه کې د ۵.۷  شدت زلزلې ۸ تنه وژلي

روهي( یوه نۍ/۴ د کب )، په ختیځ ترکیه کې یوې ۵.۷ درجې زلزلې ۸ کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
 

د ترکي رسنیو په وینا، په ختیځ ترکیه کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي. زلزلې۸ کسان مړه او ۵ نور ټپیان کړل. د زلزلې اندازه ۵.۷ درجې وه په داسې حال کې چې د زلزلې ژورالی ۵ کېلومتره وه.
 
زلزله د ایران د سرحدي سیمو په ګډون د ترکیې په ۴۳سرحدي کلیو کې محسوس شوه. د زلزلې له امله ډیری ودانۍ ویجاړ شوي او خلک د خاورو لاندې لاندې شوي، د ژغورنې ډلې اغیزمنو سیمو ته استول شوي دي.