قمر جاوېد باجوه: پاکستان نړۍ ته د خوندي چاپیریال برابرولو لپاره قرباني ورکوي

روهي( یوه نۍ/۴ د سلواغې )، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي پاکستان نړۍ ته د خوندي چاپیریال د برابرولو لپاره قرباني ورکوي.
 

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) په وینا، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په څلور ورځني سفر مراکش ته تللی چې هلته یې د مراکش دفاع وزیر عبدالفتاح لودي او د شاهي وسله وال ځواکونو IG جنرال عبدالفتاح لورک سره ولیدل. 
 
د آی ایس پی آر په وینا، د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د مراکش د لوړو نظامي زده کړو شاهي کالج ته هم سفر وکړ چیرې چې هغه د امنیتي وضعیت او ننګونو په اړه لیکچر ورکړ او ویې ویل چې پاکستان په هر مشکل کې د مراکش سره ولاړ دی. 

پاکستان نړۍ ته د خوندي چاپیریال د برابرولو لپاره قرباني ورکوي او د تروریزم سره په مبارزه کې د لومړۍ کرښې ریاست په توګه مبارزه کوي.