د هندو دين (شیواتري) مذهبي جشن چې ټول ګډونوال يې بايد چرس وڅکوي 

 د هندو دين اړوند د شیواتري په نوم يو مذهبي فېستوال له تېرو لسګونه پيړو مروج دی، چې د رواج پر اساس ګډونوال يې چرس څکوي او د چرسو ميلې کوي. 

دغه فېستوال تېره جمعه نيپال هېواد، (کاتماندو) نومي ټمپل کې ولمانځل شو. دغه فېستوال په دې اساس له ستونزو سره مخ وي، چې چرس په کې څکول کيږي او د نيپال هېواد د شته قانون پر بنسټ چرس څکول په دغه هېواد کې جرم شمېرل کيږي. 

تېره جمعه د دغه فېستوال د نمانځنې پر مهال سلګونه پوليس راټول شوي وو او هڅه يې کوله چې خلک د چرسو له څکولو منع کړي. پوليسو وايي  چې که څه هم چرس څکول جرم دی خو په ورته وخت  کې دغه دود د سلګونه پيړيو لرغونتوب لري. 

پوليسو ويلي دي چې ښه به دا وي چې د زور او زياتي پرته په خپله خلک د شيواتري په نوم فېستوال لمانځلو پر مهلل د چرسو له څکولو ډډه وکړي. 
 


د نيپال د قانون اړوند هغه څوګ چې د چرسو په څکولو ونېول شي يو مياشت بند سزا ورکول کيږي او که څوګ يې په راکړه ورکړه ونېول شي نو لس کاله به په بند کې تېروي.