جنرال حميد ګل

 د حضرت علي (ک) دا خبره مشهوره ده ، چې فرمايلي وو : له الله (ج )څخه مې په دې ګيله کيږي ، چې هغه خلک چې هوښيار يې پيدا کړي منافق دي او هغه خلک، چې ښه دي بيا يې ساده خلق کړي دي.
نن سبا په پښتنو کې ډېر داسې سياست پوهان او نور کارپوهان شته ، چې ښه وړتيا لري خو له بده مرغه دا وړتيا د نورو په خدمت کې ده او پخپله کومه روښانه داسې کړنلاره ، چې خپل قوم يا ملت ته خدمت وکړي ، نه لري.
د افغانستان غميزه او په سيمه کې د پښتنو دعام وژنې دسيسه ، چې کومه روانه ده ، په دې کې نه يوازې بهرنيان شامل دي بلکه په خپله پښتانه هم په دې کې پراخه ونډه لري ، چې څوک يې د غريبۍ او بيچارګۍ نه دې ته اړ شوي او نور يې بيا د بډايتوب ، شهرت او نورو د تر ﻻسه کولو لپاره .
د پښتنون قوم پر ضد د دسيسې تيوري ، خو نه يوازې د امريکا او نورو لويديځوالو لخوا ليدل کيږي بلکې زموږ ګاونډي هېوادنو هم په دې پروسه کې ښه فعال لوبغاړي دي .
زموږ ګاونډی ، چې تل يې د افغانستان د زوال او له منځه وړلو لپاره نه ستړيدونکي هلې ځلې کړي او کوي هغه پاکستان دی . که څه هم په دغه هېواد کې پښتانه دوهم لوی قوم دی خو دوی بيا هم هېڅ کله د افغانستان له بربادۍ څخه ﻻس نه دی اخيستی . پاکستان افغانستان ته تل د دوښمن په سترګه کتلي او د نواز شريف د ا خبرې يې ښه بېلګه ده ، چې په افتخار سره يې ويل : ما د افغانستان اردو له منځه يوړه !
د پاکستان په تاريخ کې زيات پښتانه د سياست په ډګر کې لوړو مقامونو ته رسيدلي ، خو دوی د پښتنو د حقوقو څخه نه يوازې دفاع نه ده کړې ، بلکې د دوی په واسطه پښتانه ټکول شوي دي او دې کار ته يې که غاړه نه ايښودله نو کيدی شو دې مقامونه ته رسيدلي هم نه وای .
د پاملرنې وړ ده ، چې په نړۍ کې دوه هېوادنو په مصنوعي توګه د انګريزانو او نورو استعمارګرو لخوا د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره جوړ شوي ، چې يو اسرائيل او بل يې پاکستان دي . دا دواړه هېواودنو اوسمهال داسې يو ځای ته رسيدلي ، چې نور د نړۍ د امنيت او توازن لپاره ګواښونه دي. که څه هم امريکا او نور هېوادنو د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه افغانستان ته راغلي ، چېرته چې ښايي د القاعده پنځوس غړي هم موجود نه وي خو د ترهګرۍ اصلي ځاله اوس پاکستان دی . که څه هم د پاکستان پنجاب ايالت تر ټولو زياته د ترهګرو مرکزونه لري ، خو پنجابي پوځ يوازې د پښتنو په سيمو کې عمليات کوي .
په پاکستان کې له بده مرغه د قدرت يو واحد مرکز هم نشته ، پوځ کې څو ډلې دي ، سياسي پارټۍ هم راز راز تيورۍ لري ، ای اس ای بيا له ترهګرو ډلو سره اړيکې لري خو هر څه ، چې ترسره کيږي هغه د پښتون قوم د عام وژنې تيوري نوره هم پياوړي کوي او په دې غوبل کې دلر او بر د پښتون پر کور اور بل دی . د سيمې د چارو کارپوهان په دې اند دي ، تر څو چې پاکستان په سيمه کې په اوسني شکل سره موجود وي نه به په سيمه کې کراري راشي او نه به هم د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالو هلې ځلې کوم ځای ونيسي .
راځئ د دې لويو سياسي لوبو يو لوبغاړی ژوند او اند بېلګې ته ، چې ځينې ورته د مجاهد(!) په سترګه ، ځينې نور د پښتون (!) په سترګه ګوري ځير شو او په دې هکله به قضاوت او انګيرنې محترمو لوستونکو ته پريږدو .
جنراال حميد گل په خټه پښتون په 1936/10/20 ز کال کې د سرگودې په ښار كې د محمد خان په كور کې سترگې پرانستي . سرگوده د پنجاب ولايت په شمال كې پرته سيمه ده، د سرګودې ښار د پاكستان ښارونو په نوم لړ كې يوولسم ځای لري.
جنرال حميد ګل خپلې لومړنۍ زده كړې پخپل كلي كې پيل كړې او دنورو زده كړو لپاره يې د لاهور په دولتي كالج كې داخله وكړه .
په ۱۹۵۸ز کې دپاكستان پوځ سره يو ځاى شو په كال ۱۹۶۵ز كې دهند سره په جګړه كې د زغره والو شوبلو مشري ور په غاړه وه.
د ۱۹۷۲-۱۹۷۶ كلونو تر منځ د جګړې دميدان قومندان و ،كله چې ضيا الحق په ملتان كې دلومړي لمبر قول اردو مشر وټاكل شو ګل ورسره خپلې اړيكې وغزولې،هماغه و چې په ۱۹۷۸كې يې د ډګرمن رتبې ته پورته كړ، ورپسې ډېر زر د بهاولپور د مارشالا اداره كونكې و ټاكل شو، او په 1982ز كال د ملتان د لومړي قطعاتو قومندان وټاكل شو چې دغه ټول پرمختګ د ضياء الحق په ښكاره مرسته تر سره كېده.
جنرال حميد ګل ته تر دې وروسته بيا د پوځ په عمومي قوماندانۍ كې درياست دنده ور په غاړه شوه چې څه موده وروسته بيا دجنرال ضيا الحق لخوا په ۱۹۸۹ كې دجنرال اختر عبدالرحمن په ځاى د (ISI) مشر وټاكل شو همدارنګه دبينظير بوټو په وخت كې يې د ملتان ددوهمې فوځي قطعې مشري هم كړې ده، يو څه وخت يې د پاكستاني فوځي ځواك د تمريناتو د څارنې او ترتيب دنده هم پر مخ بېولې .
په ۱۹۸۹ كال كله چې جنرال حميدګل دپاكستاني اسخباراتو مشر وټاكل شو ، دهمدې كال په پسرلي كې يې دافغانستان دجلال اباد ښار دنيولو ناكامه هڅه وكړه ده غوښتل جلال آباد د كمونيستانو له منګولو آزاد او د افغانستان لنډمهاله پلازمېنه يې اعلان كړي استاذ عبد الرب رسول سياف د لومړي وزير او انجينر حكمتيار د بهرنيو چارو د وزير په توګه وګماري خو د مجاهدينو د توند غبرګون سره مخ شو ، مجاهدينو داسې انګيرله كه دپاكستان فوځ داسې څه وكړي خلك به داسې وانګېري چې مجاهدين دلويو ښارونو دنيولو وړتيا نه لري ،دا هغه انګېرنه وه چې مجاهدينو هېڅكله نه منله .
په۱۹۸۸ز كال كې جنرال حميد ګل د(ISI) دمشر په توګه يو بل ګام هم پورته كړ، هغه په برياليتوب سره ښي اړخي سياست پوهان سره راټول او داسلامي جمهوري اتحاد په نامه يې ائتلاف رامنځته كړ، دائتلاف ډيرى كسان مذهبي توند روان و،دائتلاف موخه دپاكستان دخلكو ګوند ته سر درد پيدا كول وو.
دې حقيقت ته حميد ګل په خپلو وروستيو مركو كې نغوته وكړه چې له امله يې د سخت غبرګون سره مخ شو، آن دې ته اړ كړل شو چې دپاكستان دخلكو ګوند څخه بخښنه وغواړي او دا كار يې وكړ، داسلامي جمهوري اتحاد ګوند ډير پايښت ونه كړ او ډير زر ړنګ شو .
كه له يوې لورې دجنرال حميد ګل لاسوهنه په افغانستان كې له هېچا پټه نده له بل لور يې هند او ايران يې هم په خپلو هيوادونو كې په لاسوهنو تورنوي د هند د سياسي چارو كارپوه (جي رامان ) وايې چې حميد ګل د هند په ضد د كشميري جهادي ډلو سره مرسته كوي او وايې: چې مونږ په دې كار سره دهغه ګواښ مخه نيسو كوم چې دهند له لورې د پاكستان ځمكنۍ بشپړتيا ته متوجه دى جي رامان زياتوي چې په عين حال كې جنرال حميد ګل د هغه پاكستاني او افغاني اورپكو سره سخت وران دى چې د پاكستان له لاري جمو او كشمير کې ورانكارۍ كوي دي پدې اند هر خوځښت چې د هند په ضد سر پورته كوي بايد اصلي ځاي ېي كشمير وي ځكه كه داسې ونكړو ښايې پدې سره پاكستان دهند منګولو ته پريوځي .
دهند او ايران تر منځ د ترهګرۍ پر ضد دمبارزې تړون لاسليك شو، جنرال حميد ګل ددغه تړون څخه دايران دموخو سپيناوى وغوښت هغه وايې كه ايران دسپيناوي څخه ډډه وكړي نو مونږ ته دا انديښنه پېدا كيږي چې ګويا ايران د هند دڅارګرو ادارو سره مرسته كوي تر څو دكشميري مجاهدين دېته اړ كړي چې وسلې په ځمكه كيږدي. او مونږ د موساد سره د ايران همكارۍ هم له امكانه لري نه بولو.
كله چې په كال ۱۹9۱ د اګست په كې جنرال اصف نواز دفوځ واګي په لاس كې واخست جنرال حميد ګل يې په ټېكسلا كې ددرنو وسلو جوړولو د جوړښتون (عمومي ريئس وټاكه دغه دنده جنرال دخپل شخصيت سره نا انډوله وبلله ددندې دمنلو څخه يې نټه وكړه له همدې امله كورناستى شو .
جنرال حميد ګل په خپل كاري بهير كې د ستاره جرىٰت او ستاره امتياز مډالونه هم تر لاسه كړي دي خو ددې سره ېي په كور دننه د ګرانښت كچه يو سلنه ده .
دامريكا سره ترينګلتيا :
پرافغانستان دروسانو د تيري پر مها ل جنرال حميد ګل دامريكا څارګرې ادارې(CIA) سره له نږدې كار كاوه ، خو دشوروي تر ماتې وروسته يې دامريكا سره اړيكې ترينګلې شوې ،اړيكې هغه مها ل نور ترينګلي شوې چې امريكا پاكستان ته د اتومي پروګرام پر سر د اقتصادي او نظامي بنديزونو ګواښ وكړ،جنرال حميد ګل په زغرده په اسلامي نړۍ د امريكا پر ضد د يووالي غږ وكړ او زياته يې كړه چې دتروريزم پر ضد جګړه كې دامريكا موخه اسلامي هيوادونه دي ،په دې ترڅ كې جنرال حميدګل د اسامه بن لادن سره ليدلي ؤ هغه زياته كړې وه چې دباوري لاسوندونو د نشتون له كبله زه نشم كولاى اسامه بن لادن د ترورېست په نوم ياد كړم .
زاهد حسين په خپل كتاب(frontline Pakistan) جنرال حميد ګل او دفوځ پخوانى جنرال مرزا اسلم بېګ په ۲۰۰۱ ز كې اسلامي كانفرانس ته د ګډون لپاره حقانيه مدرسې ته تللي ؤ ،پدغه كانفرانس كې ددوى سربېره د درې سوه څخه زياتو مذهبي مشرانو ګډون كړى ؤ دغه كانفرانس دطالبانو د حكومت د پياوړي كولو او د اسامه بن لادن د خوندي ساتلو په موخه جوړ شوى ؤ .
د قاضي القضات چوهدري افتخار څخه ملاتړ :
كله چې په ۲۰۰۷ كې قاضي القضات د جنرال پرويزمشرف له خوا له دندې ګوښه كړاى شو ، جنرال حميد ګل د قاضي القضات په ملاتړ د لېبرال ديموكرات ګوندونو او دفوځ د پخوانيو كور ناستو افسرانو په ګډون يې د مشرف په ضد په لاريون كې ګډون وكړ .
دبينظير بوټو په ترور تورنېدل :
د ۲۰۰۷ كال د كراچۍ د بمي چاودنو وروسته بينظير بوټو مشرف ته ليك استولي وه او جنرال حميد ګل يي په چاودنو تورن كړي وه، د چاودنو موخه د بينظير وژنه وه،خو جنرال حميد ګل دغه تورونه په كلكه رد كړل ګل د نومبر په څلورمه د بيړني حالت تر اعلان وروسته د مشرف لخواپه اسلام اباد كې ونيول شو بېرته ژر ازاد كړای شو.
دترورېزم تور :
جنرال حميد ګل دا منلې وه چې د (امت تعمير نو ) په نوم د وسله والې ډلې غړيتوب لري پدغه ډله اوس بنديز لګيدلى د امريكا حكومت جنرال حميد ګل د څلورو نورو پخوانيو استخباراتي افسرانو په ګډون د مهمو ترورېستانو په نوم لړ كې ځاى كړي دي دغه نوم لړ د ملګرو ملتونو سر منشي ته هم استول شوى دى خو چين دغه نوم لړ رد كړ ،د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت دغه خبره د جنرال حميد ګل د ويښتابه لپاره وار دمخه ده ته كړې وه دامريكا لخوا ځينې لاسوندونه ددې پخلى كوي چې جنرال حميد ګل د القاعده او طالبانو سره پراخه اړيكې لري ، د ۲۰۰۸كال د دسمبر په ۱۴ د پاكستان جمهور ريئس اصف علي زرداري د نيوز ويك سره د يوې مركې په ترڅ كې جنرال حميد ګل د سياسي ترورېزم بنسټګر وباله .