عطا محمد نور د محمد محقق کور ته ورغلی 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د اسلام جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخوانی والي  جنرال عطا محمد نور د محمد محقق کور ته ورغلی. عطا پر خپلې فېسبوک پاڼې د دغه خبر پخلی کړی. 

خبرپاڼه کې لېکل شوي دي چې عطا محمد نور د محمد محقق د ځوانيمرګ زوی باقر محقق غمشريکۍ او همدردۍ په پار تللی. 

عطا محمد نور تېره ورځ يو له  بهرني سفر کابل ته راستون شو، چې د هېواد په روان سياسي وضعيت يې له يو شمېر سياسي مشرانو سره لېدنې کتنې وکړې. 

عطا محمد نور تېره شپه په يوې فېسبوکي اعلاميې کې ليکلي وو، چې د هېواد شمال ته به لاړ شي، او د وضعيت د قابو کېدو په پار به له خپلو خلکو سره ودريږي.