امنيتي ځواکونو د عبدالله ټاکنيز کمپاين مشر (علي احمد عثماني) هرات ولايت ته له تګ ستون کړ 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، د کابل هوايي ډګر کې افغان امنيتي ځواکونو د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين مشر علي احمد عثماني ته اجازه ورنه کړي چې هرات ته لاړ شي. 

نوموړي په يوې ټيلفووني اړيکې کې رسنيو ته ويلي دي چې هرات ته د خپلوانو واده ته تللو خو امنيتي ځواکونو يې د کابل هوايي ډګر کې مخه ونېوله او د تګ اجازه يې ورنه کړه. 

عثماني ويلي دي چې نور مسافر په عادي ډول لاړ خو دی کابل کې پاتې شو. تر اوسه حکومتي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.