روهي( یوه نۍ/۴ د کب )، کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع کابل کې له هغه مرکز څخه لیدنه وکړه، چې د کابل پولیسو وسایط پکې څارل کېږي.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د یاد مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې دا چاره کابل ښار کې د مسیر له انحراف څخه د مخنیوي سربېره د ښاري ګزمو د موثریت او په ښار کې د پولیسو د پوره حضور د ډاډ لامل کېږي. د یاد سیستم څخه په استفادې د پولیسو موټر د خپلې ساحې څخه د وتلو په صورت کې په اوتومات ډول بندېږي.
قانع وویل، چې د کابل پولیسو د وسایطو څار مرکز د ملي پولیسو د وسایطو د تېلو د سپما لامل کېږي او دا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له لومړیتوبونو دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د کابل پولیسو د امنیه قومندانۍ په څه باندې ۳۵ سلنه وسایطو کې جي.پي.اېس(GPS) سیستم نصب شوی او دا لړۍ د کابل پولیسو په وسایطو کې په ګړندۍ توګه پر مخ لاړه شي.
وروستي