ژوند داسې دی؛ لنډه کیسه

سوالګره سهار وختي له خپل څپرکي راووته،  څلور کلن ویده هلک  یې له خوبه را پاڅاوه، له لاسه یې ونیو او مخ په ښار روانه شوه.

یو ځل یې شاته وکتل خپل وران څپرکی یې تر نظر تیر کړ، بیا یې خپل کوچني زوی ته وکتل. ځان سره یې وویل. څومره بختور دي هغه خلک چې خپل کور ولري، سهار له تودو کمبلو راجګ شي ، ماشومان یې تر اتو بجو ویده وي، او د چایو ترموز یې سرته ایښی وي.
لاره کې یو څلوېښت کلن سړی په مخه ورغی، تسپې یې په لاس وې. سړي د ښځې تر څنګ خیرن ماشوم ته وکتل، یوه شېبه غلی وو، بیایې له ځان سره وویل: نا،  خیرن دې وی خو چې نارینه اولاد مې درلودای.

سړی تیر شو، مخته یو کس د خپل دوکان دروازه خلاص کړه، په ګوډه پښه دوکان ته وخوت، ډیر په تکلیف پر چوکۍ کیناست. څلوېښت کلن سړی چې د دوکان له مخې تیریدۀ دوکاندار پرې ورغږ کړ، حاجي هغه زما پیسې دې څنګه کړې؟

سړي ورته وویل ورور ته مې بیګا ویلي دي،  لږ وروسته به یې راوړي . پوره څلوېښت زره!
دوکاندار وویل: سمه ده سودا پرې راوړم بیرته یې ژر درته سپارم.

سړی لاړ دوکاندار ځان سره وویل: د پیسو یې خواري نسته هره ورځ یې له کوره نوی موټر راوځي، بختور دی. مونږ سهار له جومات څخه په دې ګوډه پښه دوکان ته راځو چې څه رزق وګټو او دی کورته ځان رسوي چې د لمر ختو وروسته یوه سترګه خوب وکړي.

همدا شېبه دوه مټور ځوانان د دوکان له مخې تېر شول، یو یې هغه بل ته وویل، د دوکانو والا مزې دي خپل کاروبار یې دی، مونږ سپیره ټوله ورځ پردي دیوالونه جوړوو. پنځه سوه ورځانه ګټو خپلې پيسې هم په خواریو ترې اخلو. خدای مو دې له دې مزدوریو نور خلاص کړي.

سپین ږیري سوالګر په سرک څادر غوړولی وو، د ځوانانو په لیدو یې وویل. کاش ځوان وی!

پردي حمامونه به مې صفا کولی خو سوال به مې نه کولای.
د پولیسو دوه موټر چې په منځ کې یې یو امبولانس روان وو څو ټپي پولیسان پکې وو ډیر په تېزۍ په سرک تیر شول.

یو پولیس په ژړغوني غږ خپل ملکري ته وویل: زمونږ نه ددې سوالګر ژوند غوره او ارام دی.

امبولانس عسکري روغتون ته ننوت، ډاکټران تیار له تذکیرو سره ولاړ وو. لومړی زخمي یې چې راښکته کړ، ډاکټر یې هماغه شېبه په مرۍ ګوتې کېښودې، سمدستي یې وویل، شهید شوی دی.

لس متره هاخوا یو ټپي عسکر تر څو میاشتو بستر وروسته رخصت کیدۀ. خپله کورنۍ ورسره وه، خو خپلې سترګې یې په ماین کې له لاسه ورکړې وې.
د ډاکټر د خبرې په اوریدو یې چغه کړه کاش زه هم شهید شوی وی...