ارزګان کې ۵۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

روهی( یوه نۍ/۴ د کب )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز ترینکوټ ښار په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۵۲۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

په یادو نشه يي توکو کې ۴۵ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰ کیلو ګرامه چرس او ۴۵۰ کیلو ګرامه د چرسو خاکه شامله ده
 
د یادونې وړ ده چې ضبط شوي نشه يي توکي په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوي وو او د دې قضیې په تړاو د پولیسو لا زیاتې څېړنې روانې دي.