په سویلي کوریا کې د کورونا ویروس د ٢٢٩ نو، قضیو اندیښنه

روهي( یوه نۍ/۴ د کب )، جنوبي کوریا کې د کورونا ویروس ٢٢٩ نو، پیښ، تر څیړنې وروسته اندیښنې راپورته شوې.
 د سویلي کوریا لومړي وزیر چونګ سی کیون وویل د کورونا ویروس ٢٩ نوې قضیې په ګوته شوې.

هغه اندیښنه څرګنده کړه چې د نو، قضیو شمیر په ډراماتیک ډول لوړ شوی.
د ځایی رسنیو په وینا، په قربانیانو کې د سامسنګ شرکت یو کارمند او اته تنه شامل وو چې اسرایل ته د راستنیدو لپاره بیرته راستانه شوي وو.

داسې انګیرل کیږي چې د کورونا ویروس، چې لومړی د ٢٠١٩ کال په دسمبر کې د چین په ووهان کې څرګند شو، څو هیوادونو ته رسیدلی او تر دې دمه یې ۲۱۳۰ تنه مړه شوي او تر ۷۵۰۰۰ زره ډیر خلک اغیزمن کړي دي.
ملت ته په خطاب کې د سویلي کوریا لومړي وزیر وویل "حکومت پدې پوهیږي چې د کورونا ویروس په چټکۍ سره خپریږي او اداره یې د وژونکي ویروس د مخنیوي لپاره هر ممکنه هڅه کوي.
هغه له خلکو وغوښتل چې عامه ځایونو ته له ورتګ ډډه وکړي، په ځانګړي توګه له مذهبي مراسمو ډډه وکړي ترڅو د ویروس د خپریدو احتمال لږ وي.