عبدالمالک ريګي

 ديکشنبې په ورځ 20.06.2010 نېټه د ايران حکومت لخوا عبدالمالک ريګي ، چې د ايران حکومت پر ضد يې وسله واله مبارزه کوله اعدام شو . د ايران حکومت نوموړی داسې ترهګر بللی ، چې د امريکا لخوا يې ملاتړ کيده او د ترهګرۍ ، غلا ، ملکي خلکو د وژنې په تور يې اعدام کړی . که څه هم د ايران حکومتي امنيتي سرچينې ادعا لري ، چې ريګي د دوی لخوا نيول شوی و خو داسې رپوټونه شته ، چې په دې برخه کې امريکا او پاکستان له ايران سره مرسته کړې وه .
د يادولو وړ ده ، چې د ايران حکومت تر چين وروسته په نړۍ کې د اعدامونو په کچه کې دوهم مقام لري . خو که د چين او ايران نفوس پرتله کړو ، بيا دا هېواد تر چين هم مخکې کيږي او په نړۍ کې لومړی مقام ګټي . د ايران حکومت اوس نه يوازې په خپلو مخالفينو هېڅ ډول صرفه نه کوي بلکې د افغان مهاجرو باندې هم زړه سوی نه لري او په دې وروستيوکې يې د اعدامونو لړۍ پيل کړې ، چې له زياتو غبرګونونو سره مخ شول .
بلوچان هم د کردانو او پښتنو په شان د خپل وخت داستعماري ځواکونو له خوا د ويشل کيدو له برخليک سره مخ شوي دي . د استعماري ځواکونو د وتلو سره بيا دا ميراث سيمه ييزو حکومتونو ته پاتې شوی او هغوی بيا د دوی د وينو زبېښلو او تر خپل کلتوري اغيز راوستو هڅې کړي .
د بلوچو قوم ډېرې خلک سني مسلمان دي او په افغانستان ، پاکستان او ايران کې ميشت دي . د دغه قوم کره شمېره څرګنده نه ده خو د شپږ اووه ميلينونو تر منځ اټکل کيږي ، چې د پنځو ميليونو يې په پاکستان يو ميليون په ايران او د سل تر دوه سوه زرو يې په افغانستان کې ميشت دي .
په ايران کې نه يوازې د بلوچانو بلکې د ډېرو نور قومونه حقوق تر پښو ﻻندې کيږي او د زياتو نورو قومونو او ژبو د موجوديت سره سره بيا هم په ايران کې يوازې پارسي د رسمي ژبې په توګه کارول کيږي او د شيعه مذهب پرته د نورو مذهبونو خلک له کړاونو سره مخ دي .
د يادونې وړ ده ، چې د ايران اخوندي ډيکتاتوري نظام هر ډول روا او ناروا هڅو ته يوازې د پارسي او شيعه مذهب له عينکو ګوري او د مخالفت په صورت کې يې په بې رحمۍ سره ځپي . دا تصادفي نه ده ، چې ايران په نړۍ کې تر چين د اعدامونو په برخه کې دوهم مقام لرم خو د چين د وګړو په تناسب د سلنې په حساب بيا لومړی مقام لري .
ايران نه يوازې په کور دننه دا سياست غوره کړی بلکې اوس يې پرګاونډيو هېوادنو هم يرغل کړی او د (( سه کشور فارسي زبان )) تر شعار ﻻندې غواړي د ايران د پراختيا غوښتنې سياست پر مخ بوزي . نه يوازې يې کلتوري يرغل پيل کړی بلکې په افغانستان او پاکستان کې يې د شيعه مذهبه خلکو له احساساتو هم ناوړه ګټه پورته کوي .
دا څرګنده ده ، چېرته چې نياو وجود و نه لري هلته کړکيچونه رامنځته کيږي او په ايران کې يې وسله والې نښتې او وروستي ﻻريونونه ښې بيلګې دي .
راځی د بلوچانو د وسله والو جګړو او مبارزې يوه بېلګه د عبدالمالک ريګي د ژوند او هڅو ته په کتو سره ، ځانته روښانه کړو :
عبدالمالک ريګي : په 1983 ز کال کې د ايراني بلوچستان په ريګي قبيله کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. دريګي ژوند پېچلی دی دښوونځي پر ځای ېې په ايراني بلوچستان کې مدرسې ته مخه کړې وه د19 کلو به و ، چې وسله والې مبارزې ته يې لاس واچوه وړاندې تر دې، چې له ايراني نظام سره خپل مخالفت رابرسيره کړي په زاهدان ايالت کې بندي شو کله ،چې له بند راخلاص شو په ايران کې ېې له سني عالمانو وغوښتل ، چې له جندالله خپل ملاتړ څرګند کړي . دایراني سرچينو دمعلوماتو له مخې عالمانو ېې پر خبره سر ونه ګراوه خو دمخدره موادو کاروباريانو ورسره ژمنه و کړه او دده ملاتړو ته ېې دوسلو او پېسو برابرولو ټټر وواهه ، خو ريګي دا ډول تورونه ردوي او زياتوي زه داړتيا وړ شيان دخلکو له بسپنو څخه تر لاسه کوم .
تر دې د مخه چې د جندالله بنسټګر شي د ايران د استخباراتو يو مامور يې په چاقو وهلی وه چې له امله يې زندان ته ولېږدول شو او تر ټاکلې مودې وروسته را خوشې شو. د ده ستر ارمان لکه خپله چې وايي په ايران کې سني مسلمانانو ته د هغوی سياسي او مدني حقونه تر لاسه کول دي. د ايراني سرچينو له مخې نوموړی له امريکا او موساد پر اړيکو تورنوي.
ريګي ځان ايرانی ښيي او د خپلې مبارزې په ترڅ کې د خپلو مخالفينو دا نيوکه له څېرمې ردوي چې ګنې دا د بلوچ سټيټ لپاره هلې ځلې کوي. بلکې موخه يې د بلوچانو د ورځني وضعيت رغول دي. د ۲۰۰۷ز کال د اپريل پر دويمه د امريکا غږ پارسي سرويس ور ته د ايراني نظام پر وړاندې د مشهور مقاومت د مشر خطاب وکړ او د هغه له نوم سره يې د ډاکټر لقب وکاروه. د امريکا غږ دغه څرګندونې په امريکا کې د ايراني استوګنو او ايراني حکومت له خوا تر نيوکو لاندې راغلې. د ريګي ورځنی ژوند د نورو جلا غوښتونکو مشرانو له هغه سره ډېر توپير لري، د بېلګې په توګه ريګي پرله پسې دوه شپې پر يو ځای نه تېرولې او له نورو سره به يې د روغبړ پر مهال له لاس ماغو (دسکشو) څخه کار اخيسته.
د ايران دولتي ورځپاڼې د ۲۰۰۵ز کال د اپريل پر اوومه داسې خبر خپورکړ چې ګنې ريګي د افغانستان پولې ته څېرمه د ايراني حکومت په عملياتو کې وژل شوی دی. ريګي سني بلوچ علماء پر دې تورنول چې ګنې د ده او د ده د ډلې پر ضد د ايراني حکومت ملا تړي.
جندالله سني ايرانۍ ډله ده ،مشري ېې عبدالمالک ريګي کوي ،چې په 1983 ز کې زيږيدلې دی دشلمې پېړۍ په نويمو کلونو کې ېې ډیری غړي په افغانستان کې طالبانو روزلې و .
په 2003 ز کې دلومړي ځل لپاره جندالله هغه مهال په خبري رسنيو کې راڅرګنده شوه ،چې کله ېې دايراني څارګرو دمنصوري په نوم یو ضابط وتښتوه جندالله وايي : دغړو شمېر ېې نږدې 2000 دی .
موخه ېې په ايران کې دسنيانو دسياسي او مدني حقوقو تر لاسه کول په ډاکه کړې دي . له طالبانو او القاعدې سره له خپلو اړيکو انکار کوي او نه ېې مني ، خو دفعاليت سيمه ېې هلمند ولايت ته څېرمه درباط سيمه ده او دا دطالبانو ترکنترول لاندې ده . او داسې هم ويل کيږي ،چې په پاکستان کې سخت دريځه او بنسټپالې سني جهنګوي سره اړيکې لري . ايران وايي له جندالله سره د طالبانو ، پاکستاني استخبارات ، CIA او موساد، په افغانستان کې دناټو مېشت ځواکونه پردې سربيره په بهر کې دشاه پلويان .
دجندالله نظامي هڅې او کړنې
په لومړي ځل جندالله هغه مهال درسنيو د سر ټکی وګرځيد ،چې کله ېې په 2005 ز کې دايران له سرحدي پوليسو څخه 9 تنه ژوندي وتښتول او بيا ددوی په بدل کې دخپلو هغو ملګرو دخوشی کولو غوښتنه وکړه ،چې له ايراني چارواکو سره بنديان وو . دجندالله بله هڅه هم په 2005 ز کې رامنځته شوه دريګي ملاتړو هغه مهال دزابل او زاهدان ترمنځ په تڅوکي سيمه کې لوړپوړو ايراني چارواکو ته څو ( کمين ) نيول و او له نښتې وروسته ورته جوته شوه ،چې 21 تنه ېې وژلي دي او دزاهدان والي له څو روغ وتلی دی . دهمدې کال په فبرورۍ کې جندالله له سپاه پاسدارانو سره په نښته کېوت او نږدې 11 تنه ېې ورځنې ووژل . وروسته ېې بيا دهمدې کال به جون کې 16 ايراني سرتيري وتښتول او دخپلو بندي ملګرو دراخوشی کولو غوښتنه ېې وکړه .