مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي (نۍ/۳ د کب)، پاکستان به د وېسټ انډيز مشهور لوبغاړي دارن سامي ته د دغه هېواد افتخاري تابيعت يا وګړی ليک ورکړي. دارن سامي اوس مهال د پښېور زلمي لوبډله کې د پاکستان سوپر ليګ کرېکټ سياليو کې لوبيږي. 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي دي چې دارن سامي ته په د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۳ نېټه د پاکستان افتخاري تابيعت ورکړي. دا پاکستان کې لوړه معنوي ډالۍ شمېرل کيږي. 

دارن سامي به لومړی  کرېکټ لوبغاړي چې دغه وياړ وربښل کيږي، له دې وړاندې پاکستان کوم بل کرېکټ لوبغاړی د پاکستان افتخاري تابيعت نه دی ورکړی. 

دارن سامي په دې وروستيو کې کرېکټ سوپر ليګ کې د لوبېدو په پار  پاکستان ته تللی دی او په بې ساري ډول يې د پاکستان ستاينې کړې دي.