۴۸۶ افغانانو د تابعیت پرېښودلو غوښتنې کړي

روهي(نۍ/۳ د کب)، د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور  یوې خبري ناستې کې وویل چې ۴۸۶ افغانانو د تابعیت غوښتنې مړي،او دغو کسانو په روسیې، اذربایجان، ایران، هالنډ، اتریش جاپان او اندونیزیا هېوادونو کې د یادو هېوادونو د تابعیت غوښتونکي و چې غوښتنې یې عدلیې وزارت ته رسېدلي دي.
 
د عدلیې وزیر همدا راز وویل په روان کال کې ۱۲ بهرنیانو هم د افغانستان د تابعیت لاسته راوړلو غوښتنه کړې ده.دغه کسان د بریټانیا، مصر، ازبکستان، پاکستان او مراکش هېوادونو اوسېدونکي دي.افغانستان د نړۍ یو له نا امنو هېوادونو بلل شوی او پکې د فقر کچه د ۵۰ سلنو نه لوړه ده.
 
ښاغلي انور و نه ویل چې د غو کسانو ولې د تابعیت پرېښودنې غوښتنه کړې خو له دې مخکې د یاد وزارت چارواکو ویلي چې فقر، د کار نشتوالی، او نا امني د تابعیت پرېښودنې لوی علتونه دي.