هغه کلی چې ډېر غبرګونکي ماشومان لري

روهي(نۍ/۳ د کب)، د هند د تامیل ناډو ایالت په سویلي برخه کې یو کوچنی کلی دی چې ډېری ماشومان پکې غبرګوني زېږیدلي. داسې معما چې تر اوسه یې هېڅوک په تشریح کولو نه دي توانېدلي.تر اوسه په دې تړاو ځانګړې څېړنه نه ده شوې چې ولې یوازې په دې کلي کې د غبرګونو پدیده دومره زیاته ده.خو اوس د ډاکټرانو یوې ډلې د دې کلي په اړه څېړنه پیل کړې چې ومومي د دې موضوع تر شا څه دي.
 
د دې کلي یو اوسېدونکی وايي له درې نسلونو راهیسې د مور له اړخه د دوی په کورنۍ کې غبرګوني ماشومان زېږیږي.د دې کلي اوسېدونکي چې دوه ګوني ماشومان یې زېږولي، دا خپله نېکمرغي ګڼي، خو ډاکټران یې ساینسي اړخ ته حیران او په اړه یې دلیل لټوي.
 
دا کلی په کمسارې توګه ډېر غبرګوني ماشومان لري. په دوی کې یوازې ۵۰ جوړې یوه ښوونځي ته ځي چې ښوونکو ته یې بیا ستونزمنه وي چې ترمنځ توپیر وکړي.