روهي (نۍ/۳ د کب)، د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخوانی والي ستر جنرال عطا محمد نور له هېواد بهر سفر درلود او تازه کابل ته راستون شوی دی.
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د حکومت مشرتابه، سیاسي مشرانو او خلکو سره کتنې او مشورې کړې دي او ژر به د هېواد شمال ته ستون شي.
عطا محمد نور ليکلي چې د قانون ساتنې، امنيت او نظام د ملاتړ په پار به د خپلو خلکو سره يوځای راپورته شي. نوموړي دغه خبري اعلاميه د اسلامي جمعيت ګوند له ادرس خپره کړې ده.
عطا محمد نور په داسې وخت کې ياده خبرپاڼه نشر کړې، چې د هېواد په شمال کې جنرال دوستم د واليانو په ټاکلو اخته او د ډاکټر عبدالله عبدالله نورو پلويانو شمالي ولايتونو کې د حکومت ضد بغاوتونه شروع کړي دي.
وروستي