۱- Apartheid: پښتو کې هم د آپارتېډ په ډول کارول کيږي. دغه کلمه له اره افريقايۍ رېښه لري، چې د جدايۍ او بېلتون په مانا ده. د ۱۹۴۸ او ۱۹۸۹ کالونو منځ کې افريقا کې نژادي توپيرونه رامنځ ته شول او د حکومت هغه سياست چې نژادونه يې سره بېلول ورته آپارتېډ ويل کېدل.
۲- Ascriptive Identities: دغه کلمه انتسابي پېژندنو يا هويتونو ته استعماليږي. انتسابي هويت د زېږدنې پر اساس وي نه دي انتخاب پر اساس.
۳- Autonomy of Politics د سياسي عمل خپلواکي: هغه بهير ته وايي چې سياست د ټولنيز ژوند په نورو برخو په خپلواکه توګه اغېز ولري.
۴- Caste Associations کاستي انجمنونه: دا هغه ټولنو ته وايي چې د يو څو نورو انجمنونو له ګتو ساتنه او دفاع کوي.
۵- Caudillismo کاديليسمو: دغه سياسي کلمه په تېر کې په لاتين امريکا کې هغه سيمه ييزو زورواکو ته کارول کېدله چې د کاديلونو په نوم يې ځانونه معرفي کول او د سياسي واک لاس ته راوړلو لپاره يې سره سيالۍ کولې.
۶- National Identities ملي هويتونه: دغه کلمه د يو هېواد دننه د وګړو د يووالي لپاره کارول کيږي ترڅو په يو ملي هويت کې سره راټول شي.
۷- Civil Society مدني ټولنه: د دغه کلمې په اړه بيلا بيل تعريفونه او نظرونه شتون لري. مدنی ټولنه هغه دواطلبه ټولنو او د خلکو انجمنونو ته وايي چې د حکومت او خلکو ترمنځ کار کوي. دغه ټولنې له حکومت جلا وي او پر حکومت د اغېز غورځولو لپاره کار کوي. مدني ټولنه د هغه غېر دولتي ټولنو او وګړو ټولګه ده چې د عامو وګړو اراده او ګټې وړاندې کوي.
۸- Modern Civil Society نوې مدني ټولنه: دغه مدني ټولنې د ۲۰ پيړۍ په وروستيو کې رامنځ ته شوې. په نوې مدني ټولنه کې رسمي تخصصي خو غېر دولتې ادارې ګد کار کوي.
۹- Traditional Civil Society سنتي مدني ټولنه: دا ډول ټولنې په تېر کې شتون درلود چې رسميات يې نه لرل خو پر حکومت د اغېز برخه کې يې فعاليت کولو.
۱۰- Clash of Civilization د تمدنونو ټکر: دغه مفهوم ته د لومړي ځل لپاره له سړې جګړې وروسته ساموئل هانتينګتون وکارولو. د نوموړي مطلب دا وو چې له سړې جګړې وروسته به نړيوالې دښمنۍ او ټکرونه د فرهنګ او کلتور په چتر کې رامنځ ته شي. په ځانګړې ډول ساموئل هانتينګتون د لوېديځ مسيحت او د ختيځ اسلامي تمدنونو ته اشاره کړي.
وروستي