آيا اسلام کې د (وجود غړو) ورکړه (Organ Donation) روا عمل دی؟ 

د نړۍ په وړاندې تګ  او په ځانګړې ډول د روغتيا په برخه کې د ټېکنالوژي په پرمختګ سره د انسانانو ترمنځ د وجود د غړو ورکړه او پيوند هم عامه پروسه شوه. د اسلامي نړۍ ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه په دې اړه پوښتنه شوې او دی يې په ځواب کې ويلي دي. 

په دې اړه قران کې ځانګړی آيت نه دی راغلی. خو د اسلامي نړۍ عالمو اتفاق په دې دی، چې که چېرې د  وجود د غړو ورکړه او پيوند لاندې درې ټکي ولري نو بيا جواز لري. 

۱- هغه کس چې د وجود  کوم غړی ناروغ کس ته ورکوي نو بايد چې روغ کس ته ستر روغتيايي زيان پېښ نه کړي. د بېلګې په ډول که چېرې د يو کس لاس نه وي، نو روغ کس نه شي کولی چې خپل لاس ورکړي. خو که چېرې يو کس پښتورګي ته اړتيا ولري او له مرګ پرې ژغورل کيږي، نو روغ کس ته يو پښتورګی هم کار کوي، نو دلته د پښتورګي ورکړه کومه ستونزه نه لري. 

۲- هغه کس چې د وجود کوم غړی ورکول کيږي، بايد په رېښتنې مانا ورته اړتيا ولري او ګټه يې ورته ورسيږي. د بېلګې په ډول که د يو کس پوزه ډېره ښايسته نه وي او له بل کس د پوزې پيوند غواړي دلته بيا د اسلام له نظره اجازه نشته. 

۳- د وجود غړو ورکړه بايد د پيسو په بدل کې  تر سره نه شي. دغه کار هغه صورت کې جواز لري چې د اسلامي او انساني همدردۍ په پار تر سره کيږي او د يو کس ژوند پرې ژغورل کېدلی شي. که چېرې موخه ورڅخه پيسې او نورې اقتصادي ګټې وي  او د وجود غړي په کې خرڅول کيږي، نو بيا يې ورکړه جايزه نه ده.