ډېوېډ کامرون

 د برتانيې تاريخ په تېرو 198 کلو کې خپل تر ټولو ځوان لومړی وزير ازمايي او دا لومړی وزير له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د برتانيې د لومړني اېتلافي حکومت مشري هم کوي. د محافظه کار ګوند 43 کلن مشر (ډېوېډ کامرون) په دې وتوانېده ، چې خپل ګوند داسې رهبري کړي چې د کارګر ګوند ديارلس کلنې واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود، خو داسې ښکاري چې د ده پر وړاندې به ډېرې لويې ننګونې پرتې وي. دی اړ دی چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د برتانيې لومړنی اېتلافي حکومت رهبري کړي او له روان اروپايي او نړيوال اقتصادی بحران څخه برتانيه روغه رمټه وباسي او د افغانستان په جګړه کې خپل ولس ته داسې برياوې ښکاره کړي ، چې د ځواکونو پر پاتې يې کېدو قانع پاتې شي.
ډېوېډ کامرون د مالي سلاکارډونالډ کامرون او د مېرمن فلېور مونت کامرون ګډ زوی دی ، چې د مور له خوا د دويم بارنېټ (سرويليم مونت) لمسی دی. ډېوېډ کامرون پر 1966 ز کال په لندن کې زېږېدلی او وروسته د (بېرکشاير) په (پيس مور) کلي کې لوی شوی دی. دی د (الېکس) په نامه يو ورور ـ چې قانونپوه دی ـ او دتانيا او کلارا په نامه دوې خويندې لري. د کامرون کورنۍ اصلاً له سکاټلنډ څخه راغلې ده او دکورنۍ اسلاف يې په مالي مسايلو کې ښه تجربه لري. د ده پلار، نيکه او غور نيکه ټولو د مالي سلاکارانو په توګه کار کړی دی. کامرون انګرېزی، سکاټلنډی او جرمنی ګډ نژاد لري او يو رګ يې د برتانيې پاچا څلور ويليم ته هم رسيږي.
کامرون خپلې لومړنۍ زده کړې د (وينکفېلد) په ( هيدرډاون د امادګۍ خپلواکه ښوونځي) کې تر سره کړي ( شاهزاده اندرو او شاهزاده اېډوارډ هم خپلې زده کړې همدلته ترسره کړي). کامرون وروسته خپلو زده کړو ته د (اېټون) په کالج کې دوام ورکړ. د يادونې وړ ده چې اېټون کالج د نړۍ ډېر مشهوره کالج او د برتانوي دولتي چارواکو پالنځی بلل کيږي. په 1983 کال کې دخپلې تنکۍ ځوانۍ پرمهال په کالج کې له يو لړ ستونزو سره مخ شو. نوموړی د چرسو پر څښلو تورن شو او ده خپل جرم ومانه ، خو د چرسو د پلورلو له تور څخه بچ شو او له همدې امله له کالج څخه ونه ايستل شو خو جزا ورته ورکړل شوه. ده وروسته د هنر په تاريخ ، تاريخ ، اقتصاد او سياست کې ښې نومرې واخيستې او د اکسفورډ پوهنتون ته يې امتحان ورکړ او په ازموينه کې بريالی وخوت.
د پوهنتون تر پيل دمخه ده نهه مياشتې وخت درلود ، چې په ترڅ کې يې دی هانګ کانګ ، يالتا او پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ . په شوروي اتحاد کې له دوو داسې کسانو سره مخ شو ، چې روانې انګريزې خبرې يې کولې ، چې وروسته يوه پروفيسر يې ورته ويلي و چې هغوی غوښتل دی (کې جي بي) ته جذب کړي. له سفر څخه تر راستنېدو وروسته کامرون د اکسفورډ پوهنتون په ( براسېن اوس) کالج کې خپلې زده کړې په فلسفه، سياست او اقتصاد کې پيل کړې. نوموړي په 1988 کې په عالي نومرو خپلې لوړې زده کړې د اکسفورډ په پوهنتون کې پای ته ورسولې.
تر فراغت وروسته ډېوېډ کامرون د 1988 او 1993 کلو تر منځ د محافظه کارو د څېړنو په ډېپارټمنت کې کار وکړ. په 2007 کال کې په (سنډې ټايم) کې يوه خپره شوې مقاله وايي، چې د دغه ډېپارټمنټ لپاره د انټرويو په ورځ له شاهي ماڼۍ څخه دوی ته ټېلېفون شوی و او د ده د ګومارنې سپارښتنه يې ورباندې کړې وه. په 1991 کې د دهمدغه ډېپارټمنت د سياسي څانګې مشر شو او په همدې کال کې د وخت لومړي وزير (جان مېجر) د اونيزو پوښتنو په برخه کې يې هم کار کاوه. که څه په همدې کال کې د لومړي وزير د سکرتريت لپاره هم کانديد شو، خو بل کانديد (جانتن هېل) ته يې وبايلله. د 1992 کال په عمومي ټاکنو کې کامرون د جان مېجر په ټاکنيز هېډ کوارټر کې د ورځې له 12 څخه تر 20 ساعتو پورې د ځوان ستراتيژېست په توګه کار کاوه. خو کله چې محافظه کار ګوند عمومي ټاکنې وګټلې ، کامرون دګوند دپخوانيو غړو له خوا، چې پرده او د ده پر ملګرو يې نيوکې کولې، پر شا وتمبول شو. کامرون د ماليې وزير (نورمان لامونت) سکرتر وټاکل شو، او په هغه وخت کې چې سټرلېنګ پونډ د اروپايي اتحاديې د واحدې پيسې له مېکانېزم څخه بهر پاتې کېده، کامرون له لامونت سره ډېرې سختې ورځې تېرې کړې. تر هغې وروسته لامونت تر ډېرو نيوکو او فشار لاندې راغی او خپل محبوبيت يې له لاسه ورکړاو د 1993 کال د می په پای کې له دندې ګوښه شو. خو د لامونت ګوښه کېدلو کامرون ته ډېر زيان ونه رساوه او تر هغه وروسته د کورنيو چارو وزير (ميشل هاوارډ) له خوا استخدام شو.
په 1996 کې کامرون له (سټافورډ) څخه ځان پارلمان ته کانديد کړ ، خو د کارګر ګوند نوماند (ډېوېډ کېډني) ته يې ټاکنې وبايللې، خو په کال 2000 کې يې يو ځل بيا ځان له ( آکسفورډ شاير) څخه کانديد کړ او څرنګه چې دا د محافظه کار ګوند يو خوندي سېټ ګڼل کېده ، کامرون هم ټاکنې وګټلې. په پارلمان کې د کورنيو چارو د کمېټې غړی شو او په 2004 کې د سيمه ييز حکومت وياند هم وټاکل شو.
کله چې په 2005 کال کې کارګر ګوند يو ځل بيا عمومي ټاکنې وګټلې، د محافظه کار کوند مشر ميشل هاوارډ استعفا وکړه او ډېوېډ کامرون هم په رسمي توګه د ګوند مشرۍ ته ځان کانديد کړ او په ګوندي کنفرانس کې يې د خپلې وينا له امله ښه محبوبيت تر لاسه کړ. ده په خپله وينا کې وويل، چې دی به يو ځل بيا خلکو ته داسې احساس ورکړي چې محافظه کاري ښه وګڼي او په دې برخه کې به ځوانانو ته زياته پاملرنه وکړي. کله چې د ګوند د مشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شوې ، ده د خپل سيال (ډېوېډ ډاوېس) دوه چنده رايې ترلاسه کړې او په همدې کال کې يې د 38 کلو په عمر د محافظه کار ګوند د مشرۍ دنده په رسمي توګه ترلاسه کړه.
د 2010 کال د می په 6 نېټه د ډېوېډ کامرون په مشرۍ محافظه کار ګوند په پارلماني ټاکنو کې 306 څوکۍ وګټلې خود حکومت د جوړولو لپاره يې بيا هم شلو نورو څوکيو ته اړتيا لرله او له همدې امله يې د لېبرال دموکرات ګوند له مشر (نېک کلېګ) سره خبرې پيل کړې او دواړه مشران د يوه محافظه کار او لېبرال دموکرات اېتلافي حکومت پر جوړولو سره سلا شول. لومړي وزير ګورډون براون استعفا وکړه او ملکې اليزابت هم له ډېوېډ کامرون څخه د نوي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه. په دې توګه د برتانيې په تاريخ کې د لارډ لېورپول څخه 198 کاله وروسته ډېوېډ کامرون د برتانيې تر ټولو ځوان لومړی وزير شو . د می په 11 مه نېټه ده ، د لېبرال دموکرات ګوند مشر (نېک کلېګ) د خپل مرستيال په توګه وټاکه.
ډېوېډ کامرون ځان د مارګرېټ ټاچر له پلويانو څخه بولي او په سياسي لحاظ ځان لېبرال محافظه کار ګڼي. که څه هم دی د برتانيې پر مسلمانانو ټينګار کوي ، چې د برتانوي ټولنې له کلتور سره دې ځانونه برابر کړي ، خو د برتانيې په ټولنه کې د طلاق او مخدره توکو د استعمال زياتوالي ته په کتو سره دی وايي، چې برتانوي ټولنه بايد د ژوند برتانوي ـ آسيايي لاره خپله کړي. څرنګه چې دی د ښکار شوقي دی او له بلې خوا يې د ښوونځي په دوران کې چرس هم څښل ، ښايي له همدې امله به و ، چې په 2002 کال کې يې له سپيو سره د وحشي ژويو د ښکار د منع کولولايحې ته او په 2003 کال کې يې په عامه رسټورانونو کې د سګرټ څښلو د منع لايحې ته منفي رايې ورکړې. پر کامرون باندې تور دی ، چې په پارلمان کې تر غړيتوب دمخه يې چرس او کوکايين استعمالول او کله چې په بي بي سي کې د يوې مرکې په ترڅ په همدې اړه پوښتنه ترې وشوه ، نو ده وويل ، چې هر انسان سهوه کوي. پر کامرون باندې يو بل تور دا لګېدلی ، چې پر کال 1989 کې ، هغه مهال چې نېلسن ماندېلا په زندان کې و او سويلې افريقاته د نژادي اپارتايد له امله پر سفر باندې بنديز لګېدلی و، کامرون دغه هېواد ته سفر وکړ. خو د ده ګوندي ملګري وايي چې کامرون د سويلي افريقا له حکومت څخه د ملاتړ په موخه نه ، بلکې د حقيقت موندلو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی و.
پارلمان ته د کانديدۍ او لومړي وزارت ته د مبارزې پر مهال کامرون ويلي و، چې دی به برتانيه د اروپايي اتحاديې له واحدې پيسې څخه په کلکه لرې وساتي.
ډېوېډ کامرون له ( سمنتا ګېنډولين شيفېلډ) سره چې د (سر ريګينالډ ادريان شيفېلډ) لور ده ، په 1996 کال کې واده کړی او له هغې څخه يوه لور او يو زوی لري ، خو تر دوی دواړو مشر زوی يې د شپږو کلو په عمر د يوې ولادي ناروغۍ له امله مړ شوی دی. مېرمن يې اوس بيا امېدواره ده ، او د روان کال په سپټمبر کې د خپل څلورم اولاد لاره څاري.
د اټکلونو له مخې کامرون له خپلې مېرمنې سره په ګډه شاوخوا 30 ميليون پاونډه شتمني لري، ځکه دواړه خواوې د ډېرو شتمنو کورنيو وارثين ګڼل کيږي.