FATF ايران په تور لېست کې اچولی خو پاکستان لا هم په خړ لېست کې دی 

روهي (نۍ/۳ د ګب)،  د مالي عمل کاري ځواک نړيوال سازمان يا FATF ايران په تور نوملړ کې اچولی دی. دغه سازمان تېره ورځ پرېکړه وکړه او ايران يې د بنديزونو په تور نوملړ کې دننه کړ. 

FATF نړيوال سازمان دی چې له ترهګرو ډلو او غېر قانوني وسله والو سره د مالي مرستو د بندولو برخه کې فعاليت  کوي. دغه سازمان له وړاندې له ايران غوښتي وو، چې د ترهګرو ډلو له مالي ملاتړ دې لاس په سر شي. 

پاکستان د دغه سازمان په خړ لېست کې ځای لري او پنځه مياشتې وخت ورکړل شوی دی چې  که چېرې تغيرات رامنځ ته نه کړي نو په تور لېست کې به يې دننه کړي. 

پاکستان هڅې پيل کړې دي چې له خړ لېست ځان وباسي او همدا ډول د خپل هېواد دننه يې ځيني ترهګري ډلې ځپلې دي. د FATF د اصولو اړوند هغه هېوادونه چې د بنديزونو په لېست کې د نړۍ نور هېواړنو بايد ورسره راکړه - ورکړه ټاکلې کړي.