هرات ولسونه: روانه جګړه د افغانانو په زیان ده

روهی( نۍ/۳ د کب )، د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه د جنګ بندول غواړي.

اوسېدونکو د سولي ولسي حرکت د غوریان ولسوالۍ د هستې له غړو سره په لاریون کي ټینګار وکړ چي، نور باید افغان وژنه پای ته ورسېږي.

هغوی پر ولس ږغ وکړ چي د دایمي اوربند او سولي له پاره راووځي او ږغ پورته کړي.