کرونا ويروس اسرائيلو ته هم ورسېد؛ لومړۍ مبثته پېښه يې بثت شوه 

روهي (نۍ/۳ د کب)، چارواکي وايي چې اسرائيلو کې په کرونا ويروس اخته د يو کس مبثته پېښه تېره ورځ  ثبت شوې ده. ياد کس هغه اسرائيلی وګړی دی چې د جاپان په بنده کښتۍ کې وو او اوس مهال خپل هېواد ته ستون شوی دی. 

اسرائيلو ټول هغه خپل وګړي چې په يادې کښتۍ کې سپاره وو په يوې ځانګړې الوتکې کې هېواد ته ستانه کړل او ويل شوي وو چې کوم  کس په کې کرونا نه دی نېولی. 

د يوولسو اسرائيلو وګړو له ډلې يوه ميرمن په کرونا اخته شوې ده. روغتياپالان وايي چې  د نوموړې ميرمنې روغتيايي وضعيت سالم دی او تر درملنې لاندې ده. 

د يادونې ده چې څلور نور اسرائيلي وګړي چې چين کې په کرونا اخته شوي وو تر اوسه هلته بستر دي او خپل هېواد ته نه دي تللي.