روزا اوتونبايوا

 داسې ښکاري ،چې په قرغيزستان کې تاريخ بيا تکراريږي هغو پېښو ،چې پخوانی ولسمشر عسکر اکايف ېې ګواښه کړ دده دخلف قربان بېک باقي يف برخليک هم ورسره ورته و، دواړه داوښتون په ترڅ کې له واکه ليرې او له هېواده وشړل شول .
اوس دشک لپاره کوم ځای نشته ،چې دمنځنۍ اسيا دا ، له ستراتيژيک ارزښته برخمن هېواد ، له يوې خوا دمسکو او چين او له بلې خوا دمتحده ايالاتو ترمنځ دسيالۍ تود ډګر دی .
ټولو ته معلومه ده ،چې دپخواني شوروي اتحاد څخه آزاد شوی دا هېواد د 2005 ز دمارچ پر 25 مه نېټه له ګواښه ډک سياسي کړکيچ سره مخ و او هغه مهال له ولسمشر عسکر اکايف ،چې په 1991 ز کې ېې واک تر لاسه کړ غوښتنه وشوه ، چې له واکه ګوښه شي او په هېواد کې ېې ډيموکراسي او له لويديځ سره اړيکې رامنځته کړي . د وخت په تيريدو اپوزيسيون پر حکومت تور ولګاوه ،چې د ډيموکراسۍ له کرښې بل لور ته روان دی . پر ولسمشر عسکر اکايف تور ولګيد،چې دخپلو دوو زامنو لپاره لار هواروي ،چې له ده وروسته واک تر لاسه کړي ، خو دنوموړي دا پلان ناکام شو او د2005 ز دمارچ پر 25 ولسي لاريون سر راپورته کړ او دولسمشرۍ ماڼۍ ېې تر ګوتو کړه او خپله ولسمشر مسکو ته پښې سپکې کړې او له هماغه ځايه ېې خپله استعفا اعلان او راواستوله .
د2005 ز دمارچ له اوښتون راوروسته قربان بېک باقي يف واک تر لاسه کړ او د ټاکنو له لارې د قرغيزستان ولسمشر شو نوموړي دپراخو اصلاحاتو ، له فساد سره دمبارزې او ديموکراسۍ دپياوړې کولو ژمنې وکړې ، خو برخليک ېې دخپل سلف څخه غوره نه و اپوزيسيون ورپسې خوله پرانېسته ،چې له خپلو ژمنو په شا شو او دقرغيزستان دستونزو دحل وړتيا نه لري او هر څه ېې په خپل ګروت کې نيولي دي .
قربان باقي يف له اپوزيسيون سره دامنلې وه ،چې په اساسي قانون کې به بدلون رامنځته کوي اودا ماده به ،چې ولسمشر د پارلمان د ړنګونې او لومړی وزير د ټاکنې صلاحيت نه لري ورزياتوي . ولسمشر پر خپله ژمنه ونه دريد او په قانون کې ېې دتعديل له موضوع سره سرسري چلند وکړ . خبره په دې بريد ونه دريده بلکې اپوزيسيون هغه وخت راوپاريد ، چې ولسمشر خپل زوی ته مهمه دولتي دنده وسپارله .
اپوزيسيون په ګرد هېواد کې دولسمشر پر ضد لاريون پيل کړ او له خلکو ېې وغوښتل ،چې کوڅو ته راووځي دغه مهال حکومت د دريو مشهورو سياستوالو دنيولو پريکړه وکړه ځکه دوی له ولسمشر قربان باقي يف غوښتنه کړې وه ،چې نور له واکه ګوښه شي ، خو ددغې پريکړې څخه به ايله څو ساعته تېر شوي و ، چې دقرغيزستان په شمال کې په تالاس ولايت کې پراخه لاريون پيل شو لومړي وزير دانييار اوسينوف پر لاريون تور ولګاوه ،چې له خپل هېواد سره ستر خيانت کوي .
چارواکو ته جوته شوه،چې لاريون سخت شو نو په هېواد کې ېې بيړنی حالت اعلان کړ او دروانې مياشتې پر 7 نېټه ېې سر پلازمينې بشکېک ته راورسيد او دپارلمان ، تلويزيون ، څارنوالۍ ودانۍ ېې ونيولې او دکورنيو چارو وزير مولدوموسا د وژنې خبر خپور شو .
له څو ساعتو خونړيو نښتو وروسته اپوزيسيون اعلان وکړ ،چې د ولسمشر ودانۍ ېې نيولې ده او خپله ولسمشر باقي يف له هېواده تښتيدلی دی او حکومت ېې استعفا ورکړې ده او اپوزيسيون نوی لنډمهاله حکومت جوړ کړی دی دغه مهال دامريکا دبهرنيو چارو وزارت اعلان کړه ،چې ولسمشرباقي يف په ودانۍ کې دی .
که دولسمشر قربان باقي يف برخليک هر څه وي وي دې ، خو په دې کې شک نشته ،چې قرغيزستان اوسمهال دروسيې اوامريکا ترمنځ دسيالۍ تود ډګر دی . مسکو اوواشنګټن غواړي ،چې دمنځنۍ اسيا دتيلو اوګازو د زيرمو دکنټرول لپاره دقرغيزستان ملګرتيا دپام وړ رول لوبوي پردې سربېره په افغانستان کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو داوږدمهالي شتون لپاره بشکېک خپل ارزښت لري ،چې له پامه نشي غورځيدای .
په قرغيزستان کې د اپريل 7 نېټې دلاريون په اړه دواشنګټن او مسکو غبرګون هغه څه ښه انځوروي ،چې د پردې تر شا شته په بشکېک کې دامريکا سفارت وايي : داوسني روان کړکيچن حالت په اړه موږ خپله اندېښنه نه شو پټولای ، خو دروسيې دبهرنيو چارو مرستيال وزير ګريګوري کاڅين دقرغيزستان له حکومته وغوښتل ،چې داپوزيسيون پر وړاندې له زور زياتي کار وانخلي .
کله ،چې اپوزيسيون د قرغيزستان په مناس ايالت کې دامريکا هوايي اډه ونه تړله او له خپلې ژمنې په شاشو نو لومړي وزير ولاديمير پوتين د رسنيو هغه راپورونه له څيرمې رد کړل ،چې مسکو غواړي ولسمشر باقي يف له واکه ګوښه کړي .
د روسانو ملاتړ :
سره له دې ،چې روسان دقرغيزستان سره دخپل ملاتړ خبره نه مني ، خو شنونکي بيا وايي : روسيه د2010 داپريل د7 نېټې تر شا داسې ولاړه ده لکه په 2005 ز کې ،چې امريکا دعسکر اکايف حکومت ړنګ کړ او پر ځای ېې قربان باقي يف وټاکه .
پخوانی ولسمشر عسکر اکايف داهڅه کوله ،چې په افغانستان کې له متحده ايالاتو سره مرسته وکړي او امريکايانو ته ېې دا اجازه ورکړه ،چې په قرغيزستان کې خپلې نظامي اډې جوړې کړي . بيا ېې روسانو ته اجازه ورکړه ،چې دامريکايانو په څير دوی هم نظامي اډې ولري غوښتل يې ،چې مسکو ته هم نږدې شي دې کار دامريکاغوسه راوپاروله او دکسات په موخه ېې دنوموړي پر ضد له اپوزيسيون سره مرسته پيل کړه .
داسې ښکاري ،چې ورته چلند ېې دقربان باقي يف سره وکړ ځکه نوموړی دواشنګټن په پراخه او څرګنده مرسته دواک تر څنډو رسول شوی و ، خو کله ،چې ورسره دامريکا اقتصادي مرستې کمې شوې مخ ېې ورځنې واړوه او د2009 ز دفبرورۍ پر 20 مه نېټه ېې د پارلمان هغه پريکړه ومنله ،چې دهمدې مياشتې پر 3 مه نېټه کړې وه او په مناس کې ېې دامريکا دهوايي اډې دشتون تړون لغوه اعلان کړ دا پريکړه داسې وه ،چې داوباما نوې ستراتيژي ېې په نطفه کې ګډه وډه کړه ځکه اوباما غواړي ،چې افغانستان ته نور 17000 سرتيري واستوي . پردې سربېره دا دمسکو له اړخه يو پيغام دی ،چې هرچيرې امريکايي ځواکونه شتون ولري روسيه ېې ګواښلې شي .
دا پريکړه وروسته له هغې وشوه ،چې قربان باقي يف د فبرورۍ پر 3 مه نېټه په مسکو کې له خپل روسي سيال ډيمتري ميدويديف سره وکتل او همدلته ېې ورسره په دې شرط دمالي او اقتصادي ژمنه وکړه ،چې بشکېک به په مناس کې دامريکا هوايي اډه تړي مسکو غوښتل ،چې په ګرده منځنۍ اسيا کې دامريکايانو دا يوه نظامي اډه هم وروتړي . په دې کار سره مسکو د واشنګټن له غوږه دا خبره ورتېروله که چيرې تاسې زموږ پولو ته څيرمه په پولينډ او چک کې اتومي ډال نصبوئ پايله به ېې دا وي ،چې په افغانستان کې خپل ځواکونو ته له دې لارې مرستې نه شئ ليږدولې او هغوی به له مړينې سره مخ شي دغه مهال نو واشنګټن ته يوه لار پاتې وه ،چې روسيې ته سوال وکړي اودا اجازه ورکړي چې له مسکو څخه افغانستان ته داړتيا وړ توکي واستوي .
طالبانو ته ډالۍ
سره له دې ،چې ازبکستان او تاجکستان دا منلې ده،چې امريکا کولای شي ددوی له لارې له نظامي وسيلو پرته نور هر څه افغانستان ته وليږدوي اوس ،چې خبره داسې شوه دنظامي سامان الاتو دليږد لپاره له مسکو پرته بله لنډه او ارزانه لار نشته ځکه په عربي خليج کې له امريکايي نظامي اډو ګټه اخستل ګرانه خبره ده ځکه دمالي کړکيچ پر مهال دامريکا مالي بوديجه ددې وس نه لري ،خو دمسکو له وسه دا پوره ده،چې په هر ځای کې دواشنګټن دشرمولو لپاره زمينه برابره کړي .
دولسمشر باراک اوباما اداره اړ شوه ،چې ځان ولسمشر باقي يف ته ورنږدې کړي او دمناس نظامي اډې پريکړه بېرته واخلي او دا ژمنه ورسره وکړي ،چې په دې برخه کې به امريکا ته ستونزې نه راپنځوي هماغه و،چې باقي يف له پريکړې راوګرځيد . باقي يف کله ،چې دپاڼ او پړانګ ترمنځ و يو چې به ېې راضي کړ هغه بل به بيا سترګې ورته برګې کړې او دده له مخالفينو سره ېې مرسته پيل کړه .
عجيبه خو داده ،چې چين هم په قرغيزستان کې له اپوزيسيون سره مرسته کوله ځکه پکين اومسکو غواړي ،چې په منځنۍ اسيا کې خپلې ګټې خوندي او په دې سيمه کې دامريکا دپښې راغځولو پر وړاندې ستونزې راوپنځوي ځکه دا خبره ددوی دملي امنيت لپاره مهمه خبر ه ده .
امريکا اوس پردې ښه پوهيږي ،چې په قرغيزستان کې څه روان دي دا په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو اغيز پرېباسي ځکه خو يې اعلان کړه ،چې ولسمشر قربان باقي يف لا اوس هم په خپله ماڼۍ کې دی
که ولسمشر قربان باقي يف له قرغيزستانه وتی اوکه نه خو هغه څه ،چې په اړه ېې شک نه کيږي هغه په قرغيزستان کې وروستی تاوتريخوالی ، ناارامۍ د افغانستان دطالبانو لپاره وړيا ډالۍ ده ،چې په کندهار کې دنړيوالو ځواکونو پلان شوې عمليات له خنډ و ځنډ سره مخ کولای شي او برعکس طالبان به وتوانيږي ، چې پر ناټو او امريکايي ځواکونو خپله کړۍ نوره هم راتنګه کړي .
اوس خو نږدې ټول شنونکي په دې باور دي ،چې دقرغيزستان پر ځمکه څه روان دي لوبغاړي ېې په واشنګټن او مسکو کې ناست دي په دې پېښو کې محوري رول داپوزيسيون مشرې روزا اوتونبايوا په لاندې کرښو کې به يې دژوند ځينې برخو ته تم شو :
په قرغيزستان کې دوروستي اوښتون مشري ،چې ولسمشر قربان بېک باقي يف ېې له واکه ګوښه او له هېواده وتلو ته اړ شو ، دبهرنيو چارو دپخوانۍ وزيرې روزا اوتونبايوا پر غاړه وه . نوموړې په پارلمان کې د ډيموکراتيکې اشتراکي ډلې مشره وه په تېرو پنځو کلونو کې دولسي اوښتون له لارې واک ته ورسيده لوړې زده کړې ېې په مسکو کې ترسره کړي دي ، پر انګليسي روانې خبرې کولای شي . داسې ښکاري ،چې ډير ژر به ځان دمسکو او لويديز له غوښتنو سره برابر کړي .
داوښتون مشرې دشلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې په لندن او واشنګټن کې دخپل هېواد دسفيرې په توګه دنده ترسره کړې ده او له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ېې رسمي خبرې تېره پنجشنبه ترسره کړې او داسې ښکاري ،چې پوتين به ورسره دمرستې ژمنه کړې وي .
شنونکې وايي : داوښتون مشره اوتونبايوا سخت زړې مېرمن ده ، خودخبرو پر چل پوهيږي ،چې څرنګه پستې خبرې وکړي او په خپلو سياسي تګلارو کې ځان منځلارې وښيي . دقرغيزستان په سويل کې په 1950 ز کې زيږيدلې ده ، فلسفه ېې لوستې په 1972 ز کې په مسکو کې له پوهنتون فارغه شوې ده . وړاندې له دې ،چې دکمونيست ګوند غړې شي په يونسکو کې ېې دپخواني شوروي اتحاد دسفيرې په توګه دنده ترسره کړې ده . همدارنګه ېې دشلمې پیړۍ په اتيايمو کلونو کې په ماليزيا کې دشوروي اتحاد استازې وه .
دپخواني ولسمشر عسکر اکايف دواکمنۍ پر مهال دوه ځلې دقرغيزستان دبهرنيو چارو وزيره تېره شوې ده ، خو په 2004 ز کې ېې ورسره اختلافات اوج ته ورسيدل پر ولسمشر ېې تور ولګاوه ،چې له واک ناوړه ګټه اخلي او خپلوانو ته ېې ډېره ونډه ورکړې ده دا تور ېې هم پرې ولګاوه ،چې په هېواد کې ېې د ډيموکراسۍ بهير ټکنی کړې دی پخوا به شنونکو قرغيزستان ته دمنځنۍ اسياد سويس خطاب کاوه .
اوتونبايوا د ( اتادزيبت / دپلار ځمکه ) په نوم ګوند جوړ کړ په 2005 ز کې ېې هڅه وکړه ،چې ځان کانديد کړې ، خو داکايف پلويانو ېې مخه ډپ کړه او ددې دکانديدا مخه ېې ونيوله . له دې وروسته د اوتونبايوا او شړل شوې ولسمشر اکايف ترمنځ ټکر راغی او تور ېې پرې ولګاوه ،چې له عسکر اکايف دا ډير فاسد دی .
ايديل باسولوف ،چې له 2007 ز رادېخوا په سويډن کې دتبعيد شپې ورځې تېروي او د اوتونبايوا ملګری او د حکومت له مخالفينو چخه دی وايي : زه به ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستون شم او غواړم له اوتونبايوا سره يو ځای کار وکړم ځکه نوموړی د ( رښتينی ډيموکراسۍ ) استازی ده .
باسولوف وايي : ما اوتونبايوا سره خبرې کړې دي او دا ژمنه ېې کړې ده ،چې زه په هېواد کې ديو شمېر سمون لکه ډيموکراسي ، د مطبوعاتو ازادي او ... راوستی شم نوموړی زياتوي قرغيزستان به راتلونکی څو مياشتې دګډوډۍ او ناارامۍ سره مخ وي ، خو زه هيله لرم ،چې روزا به په راتلونکو ټاکنو ټولو سياسي ګوندونو ته دا زمينه برابره کړي ،چې دقرغيزستان لپاره لاس په کار شي .