اياد علاوي

 اياد علاوي ته نږدې کسان وايي : دده له ځانګړنو څخه يوه داده ،چې پيچلی دی ، څرګنداو پرېکنده دريځ نه لري ، له محرميت او پيچلو خبرو سره ډېره لېواليتا لري ، ان تردې ،چې ده ته نږدې کسان ېې پر نيت نه پوهيږي ، پر خپلو نږدې ملګرو هم بې باوره دی همدا لامل دی ،چې هر څه ېې په خپل لاس کې نيولي وي .
علاوي له هماغه پيله په دې هڅه کې و ،چې څرنګه ځانته دعراق په سياسي ژوند کې مقام ولري نوموړې يو وخت دې پايلې ته ورسيد ، چې دصدام حسين په شتون کې زما دا هيله نه ټوکيږي نو هماغه و ،چې په پټه ېې بل ګوند جوړ کړ او له امريکايانو سره اړيکې ونيوې ، نوموړی اخر هم په عراق کې پياوړې څېره شوه ، خو دصدام حسين په ژوند نه دده دا اټکل سم و نو ځکه خو واک ته په داسې بڼه ورسيد، چې دزرګونو عراقي کورنيو برخليک پر داسې واټ ودراوه ،چې دصدام حسين دواکمنۍ پر مهال ېې هېڅ عراقي اټکل هم نه کاوه . اوس ، چې علاوي په عراق کې پارلماني ټاکنې وګټلې او دحکومت پر جوړونه ګومارل شوی دی ، په لاندې څو کرښو کې به د اياد علاوي دژوند لوړې ، ژورې د روهي ويبپاڼې له لوستونکو سره شريکې کړو
اياد علاوي دپلازمينې بغداد په الکرادة نومي سيمه کې 1945 ز کې نړۍ ته سترګې پرانېستې داسې ويل کيږي ،چې له اره ( اصله ) ايرانی دی او د لويديز لورستان سره تړاو لري . کورنۍ ېې له اقتصادي ، نژادي او مذهبي ستونزو له کبله پلازمينې ته راليږديدلې ده .
د علاوي به د 7 کلونو و، چې ښوونځي ته ولاړ ، بيا وروسته په عراق کې دامريکايي مسيحيانو ښوونځي ته ولاړ په 1961 ز کې دبغداد پوهنتون طب پوهنځي ته ورشامل شو او همدغه مهال ېې له ( البعث ) ګوند سره اړيکې پيدا کړې نوموړی په پوهنځي کې هغه ډول و لکه څرنګه ، چې ورننوتی و همزولي او ملګري ېې وايي : هغه مهال چا دا اټکل نه کاوه ،چې علاوي به يوه ورځ دعراق لومړی وزير وي ځکه لټ و په درسونو کې سست و او له دې هر څه سره ډير ځېلی (سرټمبه ) و .
دعلاوي دزده کړې دمهال ملګرې ډاکتره هيفاء العزاوي په 2004 ز کې دلاس انجلس په ېوې ګڼه کې کاږي : ( علاوي کند ذهنه و ، داچې بدماشي به ېې کوله نور محصلين به ېې په تومانچه ګواښل او له نجونو پورې به ډير لګيده او له ماسره دنوموړي په اړه داسې معلومات شته ،چې دده اخلاقي او سياسي بڼه ورځينې ښه څرګندېدی شي ) .
علاوي د البعث په ګوند کې دومره منلی شو ،چې د ګوند پټ نظامي ارګان ته ېې لار ومونده هغه مهال ددې ارګان دنده دا وه ،چې دمهمو شخصيتونو دترور لپاره پلانونه جوړ کړي او په عراق کې اوښتون ( انقلاب ) ته لار هواره کړي . علاوي داستخباراتو دهغه پټ ارګان مهم غړی و ، چې صدام حسين په خپله جوړ کړی و او دنده ېې داوه ،چې مخالفين له منځه يوسي نوموړي هغه مهال دصدام ډېرې سپارښتنې پر ځای کړي دي علاوي (( البکر )) ته دومره نږدې و ،چې په جمهوري رياست کې ېې ورته ځانګړې خونه ورکړې وه (( البکر )) ډيره هڅه کوله ،چې نوموړی په پوهنځي کې بريالی کړي ددې لپاره ېې هغه مهال د روغتيا پر وزير ډاکتر عزت مصطفی ډير ټينګار کاوه ،چې علاوي بايد بريالی شي .
ورځې او شپې اوښتې ، خو اخر هم دصدام حسين او علاوي ترمنځ اختلاف سر راپورته کړ او دهر چا دخولې خبره وه صدام حسين پردې پوهيده ،چې د ګوند ځينې غړي هڅه کوي ډير ژر په ګوند کې لوړو پوړيو ته ورسيږي له دې ډلې يو هم اياد علاوي و هماغه و ،چې اياد علاوي ېې لندن ته واستوه ،چې خپلې لوړې زده کړې تر سره کړي په دې لار ېې ورنه ځان بيغمه کړ .
علاوي ته نږدې سرچينې وايي نوموړی دپوهنتون له مهال له امريکايي څارګرو سره تړلې و ، خو په 1989 ز کې ېې له برتانوي څارګرو سره اړېکې پياوړې شوې او په څرګنده توګه ېې ورځنې وغوښتل ،چې يو سياسي ګوند رامنځته کړي ، چې دصدام حسين مخالف وي .
علاوي دانګريزانو سپارښتنه ومنله په بيروت کې ېې د کردانو او اسلامپالو په مرسته په 1991 ز کې اپوزيسيون رامنځته کړ ، خو برياليتوب ېې په برخه نه شو کردانو له صدام حسين سره لار جوړه کړه او علاوي متحده ايالاتوته مخه کړه ،چې په دغه برخه کې ورسره مالي او لوژستيکه مرسته وکړي په دې برخه کې داحمد الجلبي هڅې له پامه نشي غورځيدای .
په 1998 ز کې دامريکا کانګرس دعراق دازادولو قانون رامنځته کړ علاوي له همدې ورځې امريکايانو ته محرم تړونونه ، محرم معلومات ورکول په دې کې د عراق داتومي پروګرام ، له القاعدې سره دصدام حسين دحکومت اړيکې هغه مهمې برخې وې ،چې اياد علاوي ېې په اړه معلومات راغونډ او اړونده امريکايي اړخونو ته سپارلې و ، خو مارک هوسينبال د نوموړي دا ټولې هڅې ناسمې ثابتې کړې او زياته ېې کړه ،چې ډګرمن الدباغ په 2002 ز کې داسې ناکره معلومات رسوا کړل ، چې بويه دصدام حکومت دجګړې لومړی کرښو ته پراخه ويجاړونکې وسلې ليږدولې دي ، خو ټيلي ګراف بيا بل څه ليکي : د علاوي ډلې دانګلستان استخباراتو ته داسې معلومات وسپارل ،چې له مخې ېې صدام کولای شي په 45 دقيقو کې عام بريدونه کولای شي .
دعراق په نيواک ( استعمار ) کې دعلاوي ونډه له ورايه څرګنده ده نوموړي په هماغه پيل کې له جورج ټينټ سره په شريکه د وژنې داسې پټ ارګان جوړ کړ کټ مټ هغه ډول لکه په 1968 ز کې په ويتنام کې د وينيکس هغه ، چې و ، علاوي له پول بريمر ه نږدې 3 مليارده ډالر تر لاسه کړي دي ،چې وکولای شي خپل د اړتيا وړ توکي پرې راونيسي .
دعلاوي رسمي ويبپاڼې دنوموړي ژوند ليک داسې رااخستې دی :
نوم : اياد هاشم علاوي .
دزيږيدو ځای اونېټه : بغداد ، 1945 ز .
دبغداد پوهنتون فارغ التحصيل .
زده کړه :
MB, Ch, B 1970
◄ Msc Medicine – London University 1976
◄ PhD Medicine – Guy's Hospital – London 1979
◄ AFOM Royal College of Physicians – London 1980
◄ Consultant to UNDP, WHO and UNICEF in various countries
1958 ز کې د البعث ګوند غړی .
1971 ز کې له ولسمشر او مرستيال سره وران شو او بيروت ته ګډه شو .
1972 ز کې لندن ته ولاړ ، چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي .
1973 ز کې په لويدیزه اروپا او ځينې خلیجي هېوادو کې د البعث ګوند مسوول و .
1975 ز کې ېې له ګونده استعفا وکړه .
1974 ز کې رادیخوا ېې دځينو عراقيانو لکه ډاکتر تحسين معله ، هاني الفکيکي ، ډګروال حسن النقیب ، ډګرمن سليم شاکر ، طبيب ، صلاح شبیب سره پټ ګوند جوړ کړې و .
1987 ز کې د ترور له پېښې سره مخ شو ،چې بيا وروسته يو کال په روغتون کې بستر و .
1990 ز کې ېې د( حرکة الوفاق الوطني العراقي ) په نوم په بيروت کې د ګوند دجوړيدو اعلان وکړ او دوه ځلې سر په سر ېې مشر هم پاتې شوې دی .
دا داياد علاوي ژوند ليک دی ،چې دده دډلې په رسمي ویبپاڼه کې راغلې دی ، خو دصدام حسين د حکومت له ړنګيدو راوروسته ېې دځان په اړه هیڅ نه دي کښلي .
علاوي او پر عراق بريد
شنونکې وايي : پر عراق دبريد خبره لا پخوا پخه شوې وه ، خو سپنې ماڼۍ ته دجورج بوش رسيدل وروسته بيا دسپټمبر ديولسم بريدونه هغه څه و ،چې اياد علاوي او احمد الجلبي درسنيو دسر ټکي کړل ځکه دعلاوي او الجلبي دنده داوه ،چې پر عراق دبريد لپاره لاملونه او لاسوندونه رامنځته کړي ،چې امريکا وکولای شي خپل ولس پرې قانع کړي .
انډپنډنټ په دې اړه کاږي :
( علاوي دومره ښکر درواغ وويل : چې دعراق پوځ دا وړتيا لري ،چې 45 دقیقو کې پراخه ویجاړونکې وسلې وکاروي دا هغه درواغ و ، چې دانګلستان پارلمان ومنل او له امريکا سره ېې پر عراق دبريد ملتيا وکړه توني بلير وويل : دصدام حسين حکومت اوس انګلستان ته هم ګواښ دی وروسته بيا ثابته شوه ، چې دا دعلاوي دوېښې خوب و .
کله ، چې دصدام حسين حکومت ړنګ شو په 2003 ز کې نيواک ( استعمار ) عراق ته مدني حاکم وټاکه دغه مهال علاوي دهغه 25 کسیزې شورا غړی ،چې دامريکايي حاکم پول بریمر تر واک لاندې ېې پر عراق واکمني چلوله علاوي په دغه شورا کې دامنيتي کميسون مشر و .
اوس به دې خبرې ته تم شو ، چې علاوي څرنګه په عراق کې لومړی وزير شو فرانس پريس اژانس په 25 کسیزه شورا کې ديو غړي له خولې کاږي : شیعه ګوندونو هڅه کوله ، چې د لومړي وزير دپوست لپاره خپل کانديد ولري المجلس الاعلی للثورة الاسلامیة هڅه کوله ،چې عادل عبدالمهدي وي حزب الدعوة غوښتنه کوله ،چې ابراهیم الجعفري دې وي بریمر، چې په دې ناسته کې حاضر و دا ټول وړاندیزونه له څيرمې رد کړل وويل : دستونزې دحل په توګه به اياد علاوي لومړی وزير وي ځکه دنوموړي نوم دکانديدانو په لست کې نشته . علاوي سيکولر شیعه دی او په درېیمه نړۍ کې دنورو ډيرو په څير دامريکايي ټانک پر وسيله پر ارګ ننوتې دي .
اوس ،چې علاوي بيا ټاکنې وګټلې وبه ګورو ،چې نوموړی څومره توانیيږي ، چې پر عراق واکمني وکړي او هغه هم په داسې شرایطو کې ، چې دايران په څير مخالف هم لري .