د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې تورونه یو ځل بیا د رسنیو ته راوتلي

روهي( نۍ/۳ د کب )،  ډونالډ ټرمپ د روسیې په قهر سره د متحده آیالاتو د استخباراتو هغه ادعاوې په کلکه وغندلې چې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې مداخله کړې، پداسې حال کې چې دیموکرات د متحده ایالاتو ولسمشر د دیموکراسۍ سره خیانت تورنوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په وینا، د متحده آیالاتو د استخباراتي ادارو مشر ، جوزف مګوییر تیره اونۍ قانون جوړوونکو ته په نومبر کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې لپاره په امریکا کې په یوه خبرتیا کې خبرداری ورکړ.
د امریکا د استخباراتو ټولنې یوه عامه اعلامیه خپره کړې وه چې روسیه د ٢٠١٦ کال ټاکنو کې لاسوهنه کړې خو جوزف مګوییر وویل چې مسکو غواړي ډونلډ ټرمپ بیا انتخابات وګټي او دا چې هغه د دیموکرات ګوند په لومړیتوبونو کې لاسوهنه کوي. 

د متحده ایالاتو ولسمشر ، چې په پرله پسې ډول یې د روسیې د لاسوهنې تورونه رد کړي، هم دغه نوي تورونه رد کړل.

ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو شبکو سایټ ټویټر کې یو بیان خپور کړ ، چې په کې ویل شوي، "په کانګرس کې د دیموکراتانو لخوا د غلط مالومات ورکولو یو بل کمپاین په لاره اچول شوی.