افغانستان د مختلفو دودونو او عنعناتو څخه ډک هېواد دی هر ولایت او هره سيمه یې ځانته دود او دستور لري چې ډېرۍ وخت د دغو ناوړو دودونو قرباني ښځينه طبقه وي چې حتی له هغې څخه د هغې د ځان د مالکیت حق هم اخیستل کیږي او نشي کولاي چې خپل د ژوند مسیر وټاکي.
ښځې د افغاني ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي او کاملاً دا حق لري چې د افغان نارينه وو پشان تعلیم وکړي، تحصیل وکړي، کار وکړي او حتی له کوره د باندې له نارینه وو سره يوځای اوږه په اوږه د خپل وطن او هېواد په آبادی او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي خو متاسفانه دلته زموږ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې داسې ډیر ناوړه دودونه، ټولنیز او فرهنګي ستونزې شته چې هغوې له تعلیم او تربیې او بلاخره د خپل حق له غوښتلو څخه محروموي چی په لاندې برخه کې له ځینو مهمو ستونزو او ننګونو څخه یادونه کوو او د ستونزو حل لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کومه!
۱: افغان مېرمنې دجګړو، ناامنیو او فرهنګي محدودیتونو له امله له زده کړو محرومې دي.
۲: ناوړه او ناسم کولتوري دودونه ددې باعث کېږي چې د میرمنو ژوند له تاوتریخوالي سره مخ شي.
۳: تر وخت وړاندې ودونه یا کوچنیوالی ودونه سپین ږیرو ته د ځوانو نجونو ودونه.
۴: نجونې یا ښځې بدل کې ورکول.
۵: د نجونو یا ښځو په مقابل کې لوړ ولور اخیستل.
۶: د کورنیو بی سوادې د کچې لوړوالي.
۷: ښځو سره ناسم چلند د خواخي، خسر، میړه او د کورنۍ نورو مشرانو له خوا، او داسې ورته نور مسایل
حل لارې:
۱: نجونو لپاره د زده کړو شرایطو برابرول؛
ډاډمن امنیت تامینول؛
۲: د قانون حاکمیت او دښځو پر وړاندې د توپيري چلند مخنیوي په عامه پوهاوی او د رسمي ادارو له خوا د عدالت تامینول؛
۳: د دینی علماوو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو زده کړو او کاري فرصت برابرولو لپاره عامه پوهاوی؛
۴: د کور بې سواده میرمنو ته د سواد زده کړې کورسونو جوړول؛
۵: د ښځو روغتیایي او رواني وضعیت ته پاملرنه؛
۶: د ښځو لاسي صنایعو ودې، بازار موندنې او تشویق لپاره پروګرامونو عملي کول؛
۷: دکار په مارکیټ کې د ښځو لپاره مناسب فرصت او زمینې برابرول؛
۸: د کوچنیوالی ودونو او سپین ږیرو ته د نجونو د ودونو د زیانونو په باب د روغتیایي پوهانو، روان پوهانو او دیني عالمانو له خوا عامه اګاهي پروګرامونو عملی کول؛
۹: دولتي او خصوصي ادارو کې کاري مناسب چاپیریال برابرول؛
۱۰: دولتي ادارو کې د استخدام په برخه امتیازاتو ورکړه یانې لومړیتوب منل؛
۱۱: صحی پوهنې اجتماعي او خدماتي عامه او خصوصي برخو کې د دندو په موندنه کې مرسته؛
۱۲: د ښځو حقوقو او بشري حقوقو رعایت په باب عامه پوهاوی؛
۱۳: کلیوالی صنعت کې د ښځو ونډې ته پاملرنه؛
۱۴: په لویو ښارونو کې ښځو لپاره د پير او پلور ځانکړو بازارونو جوړول؛
۱۵: ښځو لپاره متمدن ښاري ژوند زمینې برابرول؛
۱۶: ښاري خدماتي برخو ترانسپورت، میلمه پالنه او هوتلدارۍ سکتور کې دکار دشرایطو برابرول؛
۱۷: سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ښځو د مشرۍ او رهبرۍ پیاوړتیا یقیني کول؛
وروستي