کورونا ویروس: قرغستان چینايي اتباعو ته د نوو ویزو له ورکولو ډډه کوي

روهي( نۍ/۳د کب )، قرغزستان د کورونا ویروس په نظر کې نیولو سره چینايي اتباعو ته د نوي ویزو ورکول بند کړي.

 د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نوران عبدالرخمانوف وویل چې په ګاونډي هیواد کې د کورونا ویروس د خپریدو له امله چینايي اتباع ته ویزې نه ورکول کیږي.

کورونا ویروس: په ایران کې دوه نور مړه شوي، په نړۍ کې د مړو شمیره ۲۲۰۰ ته لوړه شوې.
د کرونا ویروس د تیر کال په دسمبر کې چین کې پیدا شو، او ووهان د تلفاتو ترټولو لویه شمیره درلوده، وروسته د نړۍ په نورو هیوادونو کې نور خلک هم ووژل شول.د وروستي راپور له مخې ، د نړۍ په ۲۷ هیوادونو کې د مړینو ټولټال شمیره ۲۲۰۰ ته رسیدلې،چې ترټولو لوی تلفات یې په چین کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې په چین کې د کورونا ویروس نوې پیښې کمېږي، خو په جاپان کې قضیې د زیاتوالي په حال کې دي او د قرنطین کښتۍ دوه مسافر وژل شوي دي.