عطا محمد نور: وسله وال طالبان باید په خپله وعده وفا وکړي

روهي( نۍ/۳ د کب )، د بلخ پخواني والي عطادمحمد نور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تېرې شپې د ۱۲ بجې څخه د تاوتریخوالي اوونۍ پیل شوه خو مګر طالبانو د شپې ۲:۳۰ بجې د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ باندې د درې خواوو څخه بریدونه کړي دي.
 

عطا محمد نور زیاته کړې زما هیله د وسله والو طالبانو څخه داده چې په خپلې وعده وفا وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.
 

عطا محمد نور زیاته کړې که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو بیا مالومېږي چې دوي یوه منسجمه ډله نه ده.