حامد کرزی، ډاکټر عبدالله، محمد محقق، کريم خليلي، صلاح الدين رباني، انوراحق احدي او د دوستم زوی د حکمتيار په کور کې سره راټول شوي

روهي (جمعه/۲ د کب)، په ټولنيزو رسنيو پورته شوي انخورونه ښيي چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق، محمد کريم خليلي، د اسلامي جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني، انور الحق احدي او د جنرال عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم د حزب اسلام مشر ګلبدين حکمتيار په کور کې سره راټول شوي دي. 

ويل کيږي چې دغه سياسي څېرو د هېواد پر روان سياسي وضعيت او په ځانګړي ډول ولسمشريزو ټاکنو خبرې اترې کړې دي. د دوی د ناستې په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي. 

ياد کسان چې دوه يې ولسمشرۍ ته نوماندان هم د ټاکنو کمېسيون له خوا د پايلو له اعلان او ولسمشر محمد اشرف غني بريا سره مخالفت ښوودلی، د موازي حکومت اعلان او د ټاکنو د بيا کېدو غوښتنه يې کړې.