د پنجشير والي کابل ته را روان وو چې د حسيب قوای مرکز وسله والو پر بريد وکړ او بېرته پنجشيیر ته ستون شو 

روهي (جمعه/۲ د کب)، سرچينو ليکلي دي چې نن ورځ د پنجشير والي د موترونو کاروان له ياد ولايت د کابل په لور روان وو چې د حسيب قوای مرکز په نوم وسله وال يې مخه نېولې ده. 

ويل کيږي چې د والي د موټرونو پر کارون د حسيب قوای مرکز وسله والو بريد وکړ او اجازه يې ورنه کړه چې کابل ته راشي. 

ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې والي د خپلو موټرونو له کاروان سره بېرته پنجشير ته ګرځېدلی دی. د دغه پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي. 

حسيب قوای مرکز کابل او ځيني ولايتونو کې فعال خپلسری وسله وال دی، چې د کورنيو چارو وزارت له خوا په وسله والو غلاوو، انسان تښتونې، باج اخېستنې، د عام نظام پر ګډوډولو، قانون ماتونې او زورواکۍ تورن دی خو تر اوسه نېول شوی دی.