نور نو وضعيت جوړ - تيار دی، خو د ټرمپ يو ټوېټ ته اړتيا ده

ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۸ل کال د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. ولسمشر محمد اشرف غني په بيا ځل د پنځو کالونو لپاره افغان ولسمشر وټاکل شو. په ولسمشريزو نظامونو کې ولسمشر خپل مشروعيت له خلکو د ازادو، پاکو، عمومي او اکثريت رايو له لارې اخلي، چې له ښه مرغه ولسمشر غني  دغه مشروعيت تر لاسه کړی دی. 

په کور دننه سيالې نوماندې او يا سياسي مخالفې ډلې، د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او کړکېچ ته يې زمېنه برابره کړې ده. ډاکټر عبدالله عبدالله د پايلو له اعلان څو ساعته وروسته په غېر مشروع ډول د (ټول ګډونه) په نوم موازي حکومت اعلان کړ، دوستم په شمالي ولايتونو کې د واليانو وويل، ځيني ولايتونو کې د ولسمشر په توګه د ډاکټر عبدالله عبدالله انځورونه پورته شول. 

رحمت الله نبيل، ګلبدين حکمتيار، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو پر ځای دا دې چې ولسمشر غني ته مبارکي ووايي، د ټاکنو پر پايلو نيوکې وکړي او له سره يې د ولسمشريزو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه. دا ټولې هغه هڅې دي، چې د ولسمشر غني کورنی مشروعيت په ستونزو کې اچوي خو دومره ډېر اغيز به هم ونه لري، چې ولسمشر محمد اشرف غني له واک لاس پر سرکېدو ته اړ کړي. 

بيا له بلې خوا، په داسې وخت کې چې يو هېواد د ملګرو ملتونو غړی وي او له نړيوالې ټولنې سره پراخه اړيکې ولري او بيا  د افغانستان په ډول يو هېواد چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړ وي؛ نړيوال مشروعيت ورته اړين بلل کيږي. 

نړيوال مشروعيت د نړۍ د هېوادونو له خوا د يو هېواد  د حکومت په رسميت پېژندل دي. د دېپلوماسۍ پر اساس هر کله چې يو هېواد کې ولسمشر او يا هم لومړی وزير ټاکل کيږي، نو  د نړۍ هېوادونه ورته د بهرنيو چارو وزارتونو له لارې په رسمي ډول او اوس مهال کې د ټوېټر او يا هم فېسبوک له لارې مبارکي وړاندې کوي. 

ولسمشر غني ته تر اوسه يوازې د کويټ امير، د هندوستان حکومت او د اروپايي ټولنې د بهرني سياسيت استازي مبارکيانې ويلي دي. دا چې نوره نړۍ ويلې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پر پايلو چوپ ده او څه بايد وشي، ښايي لاملونه  يې په لاندې ډول وي. 

۲۰۰۱ کال کې امريکا افغانستان ته راغله او په همدې سره د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د پراخه او  نېږدې اړيکو يو مهم پړاو پيل شو. له دې وړاندې د طالبانو په دوره کې يوازې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان د طالبانو رژيم ته نړيوال مشروعيت ورکړی وو او په رسميت يې پېژندلي وو. 

نړيواله ټولنه په افغانستان کې تر ډېره دښمني او دوستي د امريکا په اشاره کوي. له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او د نړۍ د هېواونو مرستې او اړيکې له امريکا سرچينه اخلي. مطلب د امريکا په هڅونه او د امريکا او افغاستان اړيکو ته په کتو د نړۍ  ډېری هېوادونه هم له افغانستان سره اړيکې پايلي. چې له بدمرغه دا د افغانستان د ملي حکميت تر سوال لاندې راتلل دي. 

د ولسمشر غني تېره دوره داسې ښکاري چې د افغانستان د ملي ګټو په پار يې دلته د امريکا متحدو ايالتو او يو شمېر نورو هېوادونو ګټې را محدودې کړې. ښه بېلګه يې په تېرو پنځو کالونو کې  د ولسمشر بوش او اوباما په پرتله له افغانستان سره د ولسمشر ټرمپ د اړيکو ترېنګلتيا ده. ټرمپ په خپله ټوله ولسمشرۍ دوره کې يو ځل افغانستان ته سفر وکړ او يو ځل ولسمشر غني واشنګټن ته ورغی. 

د ولسمشر محمد اشرف غني او ولسمشر ټرمپ د اړيکو خړ-پړتيا دا په ګوته کړي، چې ولسمشر غني هغه ټولې غوښتنې چې امريکا پخوا پر افغانستان منلې او پلې کولې؛ تر سره نه کړي. له ولسمشريزو ټاکنو هم داسې ښکاري چې  امريکا متحدو ايالتو غوښتل د خپلو ګټو په پام کې  نېولو سره ټاکنې مهندسي کړي او په هغه ډول يې تر سره اويا نه کړي تر سره چې د امريکا ګټې په کې خوندي وي. خو ولسمشر غني د متحدو ايالتو له غوښتنو او فشارونو وراېخوا ټاکنې تر سره او پايلې يې اعلان کړې. دغه چارې امريکا خواشينې کړې او د ولسمشريزو ټاکنو په پايلو چوپ پاتې ده. 

د امريکا متحدو ايالتو سره په څنګ کې د نړۍ ډېر هېوادونه او په لويه کې نړيواله ټولنه د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو په برخه کې د متحدو ايالتو دريځ ته ګوري. که چېرې ولسمشر ټرمپ اوس يو ټېوټ وکړي او يا هم د امريکا حکومت په رسمي ډول د افغانستان په تېرو ولسمشريزو ټاکنو د ولسمشر غني بريا ته مبارکي ووايي، نو د نړۍ د هېوادونو مشرانو په داسې د مبارکيو باران جوړ کړي، چې د افغان حکومت رسنيز مسوولين به يې په ځواب ورکول او مننې سره نه رسيږي. 

که امريکا د خپل ملاتړي افغان حکومت په لوی لاس بحران نه غواړي او د شعاري ديموکراسۍ د عمل نيت هم لري، نو ورته په کار ده چې ولسمشر غني ته په ټاکنو د بريا مبارکي ورکړي او نوې منتخب حکومت ته نړيوال مشروعيت وروبښي. 

د عبدالله عبدالله موازي حکومت او نور په کور دننه بحرانونه به په خپله پای پيدا کړي، خو د ولسمشر ټرمپ يو ټوېټ ته اړتيا ده، کوم ته چې نړۍ او افغان حکومت انتظار باسي.