د هند په بنګلور کې يوې هندۍ جينۍ يوې سترې ناستې کې پر سټېج (ژوندی دې وي پاکستان) ناره پورته او په مخ يې څپېړه وخوړه 

روهي (جمعه/۲ د کب)، د هندوستان په بنګلور کې نن ورځ د هندوستان د مسلمانانو د يووالې جرګې يا مجلس اتحاد المسلمين ناسته جوړه کړې وه، چې په کړکېچ بدله او ګډه - وډه شوه. 

ناسته هغه وخت په تاوتريخوالي بدله شوه چې اموليا ليونا په نوم يوې هندۍ جينۍ پر دريځ يا سټېج؛ ژوندی دې وي پاکستان يا پاکستان زنده باد چيغه پورته او له ګډونوالو يې وغوښتل چې ورسره غبرګه يې کړي. 

اموليا ليونا د د هندوستان د مسلمانانو د يووالې جرګې له خوا دغه ناستې ته بلل شوې وه او د ويناوالو په نوم لړ کې وه. (ژونید دې وي پاکستان له نارې وروسته پر نوموړې مايک بند شو او د غونډې د څارنکو له خو پر مخ په څپېړه ووهل شوه. 

له دغه پېښې وروسته د بنګلور ځايي پوليسو نوموړې جينۍ ونېوله او زندان ته يې اچولې ده. د د هندوستان د مسلمانانو د يووالې جرګې مشر اسدالدین اویسي هم دې ناسته کې ګډون درلود.