ولسمشر غني: راتلونکو پنځو کالنو کې به د افغانستان ۸۰ سلنه اوبه مهار شي 

روهي (جمعه/۲ د کب)، تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د بېلابېلو کمېټو مسوولینو سره وکتل. ولسمشر د ګډونوالو ل اورېدو وروسته د سولې او تېر ټاکنو په اړه خبرې وکړې. 

ولسمشر غني د خپلو خبرو په يوې برخه کې ويلي، د ټاکنو بریا د ملت، اساسي قانون، جمهوري نظام بقا او بریا وبلله او وې ویل، د زیاتو فشارونو باوجود یې د ولس په ملاتړ ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې. هغه په ټینګار سره زیاته کړه، هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني   اوبو د مهار او مديريت  په اړه زياته کړې، په پنځو کالو کې په بېلابېلو برخو کې کافي ظرفیت ایجاد شوی او که سیاسي قشر متحد وای، نو د دې دوه او درې برابره نور ظرفیت هم رامنځته کېده. هغه زیاته کړه، په پنځو کالو کې به د افغانستان اتیا سلنه اوبه مدیریت شي. خپل ځان کم او بېچاره مه بولئ او زموږ تواضع باید په ضعف تعبیر نه شي.

نوموړي د سولې روان بهير په اړه ويلي دي چې  د سولې پروسه حیاتي ده، مګر فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د مدیریت لپاره پوره چمتووالی لري.