نن شپه ۱۲ بجې ټول افغانستان کې د (تاتريخوالي کمېدو) اوونۍ پيليږي 

روهي (جمعه/۲ د کب)، ټاکل شوې ده چې نن شپه به د طالبانو له خوا افغان سولې ته د رسېدو په پار د تاوتريخوالي کمول پلان شروع او پلی شي. د هېواد ملي امنيت شورا رسنيو ته د دغه خبر پخلی کړی. 

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل په دې اړه ازادي رايدو ته ويلي دي، "افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بپشړ چمتوالی نیولی، د یوې اوونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړه تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اوونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلېږي."

سرچينې وايي چې د طالبانو د تاوتريخوالي د کمېدو پلان کې به ځانمرګي بريدونه، د سړک غاړې چاودنې او ورته نور نه کيږي او په لويه کې به ۸۰ سلنه تاوتريخوالي او جګړه راکمه شي. 

يادې سرچينې ويلي دي چې که چېرې د دغه بهير په ترڅ کې طالبان پر افغان ځواکونو بريد وکړي، نو افغان ځواکونه به دفاعي حالت نيسي او امريکا به يې ملاتړ کوي. 

د تاوتريخوالي کمېدو اوونۍ کې به امريکايي او افغان ځواکونه د طالبانو او طالبان د افغان پوځ او امريکايي اډو پر وړاندې تهاجمي بريدونه نه کوي.