ولسمشر د حاجیانو مشکلاتو حل جدي نیولی

ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حج پروسه کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو سره غونډه، په دې پروسه کې د لا زیاتې همغږۍ او سراسري اقداماتو په موخه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې ولسمشر په جدي ډول ویلي چې د حاجیانو لپاره دې ټولې اسانتیاوې رامنځ ته شي او هغه ستونزې دې بیا نه تکراریږي چې حاجیانو ترې شکایت کړی دی.

ولسمشر ویلي، د حج پروسه سرتاسري اقداماتو، همغږۍ او منسجمې برنامې ته اړتیا لري او تېرو کلونو کې دغه پروسه د قناعت وړ وه او باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې ترسره شي.

ولسمشر لارښوونه وکړه، هغه مقامات چې یو ځل حج ته تللي دي، دویم ځل حج ته د تللو اجازه نه لري او په دې پروسه کې د دولتي چارواکو ګډون باید محدود شي.

ولسمشر محمد اشرف غني همداراز لارښوونه کړې چې په دې برخه کې ځانګړي امتیازات باید لمنځه یووړل شي.

جمهوررئیس وویل، د حاجیانو د حقونو تامین په برخه کې دې یوه مقرره ترتیب شي او یوه کاري ډله دې وګمارل شي ترڅو د حج پروسې د ستونزو او اړتیاوو پیدا کولو په موخه د اقداماتو او تیاریو په اړه یو واضح راپور ترتیب او وړاندې کړي.

ولسمشر لارښوونه کړې، د حاجیاتو د لېږد لپاره دې سر له اوسه د هغوی د واکسین ځانګړي ترتیبات ونیول شي؛ د ښځینه حاجیانو ستونزې دې وارزول شي او د هغوی ونډه دې مشخصه شي.

جمهوررئیس غني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د هیواد حاجیانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه دې اسان خدمت ادارې سره ګډ کار وکړي.

هغه همداراز د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه شوې چې د ځای برابرولو، ترانسپورټ، خوړو او د قراردادیانو پروسه کې د اصلاحاتو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر دغه راز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو د قدردانۍ لپاره ژمنه وکړه چې د جمهوري ریاست د حج سهمیه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د شهیدانو کورنیو، ټپیانو او بېوزله خلکو ته هدیه کوي.

ولسمشر د حج اوقافو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د حج پروسې لپاره دې پنځه کلنه برنامه تدوین شي.

په دغه پروسه کې باید له شته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وشي، همداراز په جدې ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې دې شته ظرفیت وارزول شي او د حج پروسه کې دې د هغوی رول زیات شي.

د حج مراسمو کې اوس د افغانانو لپاره د پخوا په پرتله ښه والی راغلی او لا ډيره هڅه کیږي چې هیڅ ډول مشکلات رامنځ ته نه شي.