پاکستان خارجه وزارت: د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه به په خپل وخت نظر څرګند کړو

روهی( جمعه/۲ د کب )، پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشه فاروقي وویل چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ به د سولې یو تړون لاسلیک شي، چې د ټولو ښکېلو اړخونو ګټې به خوندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي وویل چې پاکستان غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات وګوري په داسې حال کې چې دغه تړون به د بین الافغاني خبرواترو د پیل لامل شي.

دا باید په یاد وساتل شي چې څو ورځې وړاندې، طالبانو موافقه کړې وه چې په افغانستان کې به د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي عملیات کم کړي، وروسته لدې چې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې تړون خوندي کولو تمه وکړه.
 
د  بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي په خپلو خبرو کې وویل: "موږ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې یادونه کړې، موږ پدې برخه کې پرمختګونه څارو او په مناسب وخت کې به ځواب ووایو."

د یادونې وړ ده چې د فبروري په ۱۸ د افغانستان د ټاکنو کمیسیون پایلې اعلان کړې چې ولسمشر اشرف غني د ۵۰.۶۴ رایو سره ګټلې، پداسې حال کې چې عبدالله عبدالله د ۳۹.۵۴ سلنه رایو سره دویم ځای لري.

دلته د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو ، انګلستان ، روسیې او ایران په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو د ټاکنو د لانجې د پایلو په اړه له څه ویلو ډډه کړې.