ګورډن براون

 لکه څومره چې د انګرېزانو رول په افغانستان کې مهم دی ، هماغومره د افغانستان مساله د انګرېزي سياستوالو لپاره هم مهمه ده . افغانستان يوازې د برتانيې د بهرنۍ تګلارې سرټکی نه دی . بلکې د کورني سياست يوه مهمه موضوع هم بلله کيږي. څرنګه چې په برتانيه کې پارلماني ټاکنې راروانې دي ، په دې کې شک نشته چې برتانوي لومړی وزير چې همدا څه موده وړاندې د اوباما له خوا توبيخ شوی و، هڅه کوي د لندن کنفرانس له جوړولو سره خپل رول په افغانستان کې مهم او نسبتآ خپلواک ښکاره کړي. پخواني لومړي وزير توني بلير ته د عراق د جنګ له امله د جورج بوش د ګوډاګي په سترګه کتل کېدل او همدا اوس د ده د بې موجبه ملاتړ له امله بايد محکمې ته ځواب ووايی او ورسره بايد ګوډون براون هم شهادت ورکړي او خپل ځان هم سپين کړي. د برتانيې رول په افغانستان کې ډېر مبهم دی او له ډول ډول پټو او ښکاره لوبو څخه داسې ښکاري چې د دې هېواد موخې او پاليسۍ د افغانستان په اړه د امريکې له پاليسيو سره د پردې تر شا توپير لري او کله کله خو داسې ښکاري چې ښايي دوی به غواړي په افغانستان کې له يوې خوا د خپل مولود ( پاکستان) ګټې وساتي او له بلې خوا د پخوانۍ ماتې غچ بېرته واخلي. په هلمند کې د برتانويانو کړنې ډېرې مشکوکې دی او په دې اړه ډېرې پوښتنې شته ، چې له بده مرغه تر اوسه يې هم څرګند ځواب نه دی موندل شوی، خو راځیء لږ تر لږه د دغو لوبو د لارښود ( ګورډون براون) په اړه يو څه ولولو :
ګورډن براون د انګلستان لومړی وزير د1951 ز دفبرورۍ پر 20 مه نېټه په سکاټلند کې نړۍ ته سترګې پرانېستی . له مذهبي کورنۍ سره تړاو لري، پلار ېې په خپل کلي کې دکليسا له سمبالوونکو څخه و، خپله براون په ورځنيو چارو کې او دزده کړې پر مهال په زيرکه شاګرد مشهور و. وړاندې له دې چې براون دسياست نړۍ ته ورننوځي له ژورنالېزم سره ېې لېوالتيا زښته ډيره وه اوپه دغه برخه کې وځلېده . په 16 کلنۍ کې پوهنتون ته شامل شو او 4 کاله وروسته ېې په خپل پلرني ټاټوبي کې داننبره پوهنتون څخه په تاريخ کې بکلوريا تر لاسه کړه او د دوکتورا تر پړاوه ېې خپلې زده کړې بشپړې کړې. براون به د 21 کلونو و، چې په يوه وخت يې په پوهنتون کې استاذي ، سياسي فعاليت او په تلويزيون کې دنده ېې پيل کړه .
براون په 2002 ز کې له يوې برتانونۍ نجلۍ سره ، چې ( سري ماکوله ) نوميږي خپل ګډ ژوند پيل کړ او د دريو اولادونو څښتنان شول،چې مشر اولاد ېې له زېږېدو وروسته ومړ او دوه نور ېې تر اوسه ژوندي دي، درېيم ماشوم يې دسږو پر ناروغۍ اخته دی .
د براون نږدې ملګري وايي : نوموړی په خپلو پرېکړو کې پرېکنده دی او ددې ترڅنګ بيا سخت مزاجه ، غوسه ناک ، پياوړی شخص ، او پېش بينۍ ښه وړتيا درلودونکې کس دی . ملګري ېې وايي ، چې: دبراون شخصت ډېر پېچلی دی، موږ پرې په اسانه نه پوهېږو چې څه غواړي او څه نه ؟؟
دبراون مخالفين بيا دده د وزارت پر مهال دا خبره کوله ،چې: نوموړی دماليي له وزارت سره له دې کبله ډيره لېوالتيا لري ،چې په ګانده کې پرې دخپل واک ستنې پياوړې کړي، دی کټ مټ لکه ( ستالين ) داسې دی. يو بل ملګری به ېې ويل : دی له واک سره لېونۍ مينه لري .
براون له خپل کار او پروژو سره ډېره لېوالتيا لري او په ډيره مينه ېې څاري، خو ددې ترڅنګ خپلې عشقي اړيکې تر ډيره پټې ساتي او له کار پرته ېې بل څه ته زړه نه رپيږي ان تردې ،چې افسانوي ملکه مارګريټ ېې بيا په اړه وايي : دی پر سياست ډېر بوخت وي دبلې ښې نه دی .
په 2000 ز کې ، چې براون واده وکړ ، دجره توب ژوند ېې پای ته ورساوه خو دخپلو کاليو او پوښاک بڼه ېې هماغسې پاتې شوه او په 2009 ز کې دنړۍ په کچه دکاليو له اړخه يو بد ذوقه تن وپېژندل شو .
سياسي شنونکې وايي : براون بريالی او زيرکه سياستوال دی، په خبرو پوه دی اوپه خپله هم تللې خبرې کوي . براون له امريکا سره ډيره مينه لري او ډېری وخت خپلې رخصتۍ هملته په امريکا کې تېروي. براون به تل په هغو غونډو او کنفرانسو کې ونډه درلوده ،چې دامريکا او انګلستان ترمنځ به ېې دازادۍ ، پرمختګ او نور ګډ ارزښتونه سره ارزول ، ځکه خو شنونکي اټکل کوي ،چې دی به له امريکا سره وفاداره ملګری وي او دخپل سلف توني بلير تګلارې به څاري .
سياسي ژوند :
براون خپل سياسي فعاليت له ماشومتوبه پيل کړې او د12 کلونو به و ،چې دانګلستان دکارګر ګوند تبليغاتي پاڼې به ېې پر خلکو وېشلې او د18 کلونو به و ،چې له دغه ګوند سره يو ځای شو . وروسته بيا دسکاټلنډ په پارلمان کې دکارګر ګوند استازی شو او له 1983 ز څخه بيا تر 2005 دانګلستان په پارلمان کې استازی و. براون په 1979 ز کې په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه ، خوپه 1983 زکې له توني بلير سره يو ځای دلومړي ځل پارلمان ته بريالی شو او په کارګر ګوند کې ېې څو دندې په خپل لاس کې ونيولې او ګوند ېې، چې 18 کاله ېې په اپوزيسيون کې تېر کړي و، دواک تر څوکې ورساوه .
په 1992 ز کې او له دې وروسته دانګلستان کارګر ګوند څلور ځلې سر په سر په ټاکنو کې ماتې وخوړه دغه مهال براون داپوزيسيون اقتصادي وياند شو، همدلته له خلکو سره دا هيله راوټوکېده ،چې دا به دګوند مشر وي ، خو بلير پرې مخکې شو.
په 1997 ز کې دتوني بلير په حکومت کې داقتصاد او ماليې وزير و. نوموړی په دغه دنده کې ښه وځلېده او په انګلستان کې ېې دټکس نظام اصلاح کړ .
براون له بلير سره ګډ کار وکړ او ګوند ېې بېرته سمبال کړ، په 1997 ز کې چې دماليي وزير شو د ده څرګنده زيرکتيا وه چې يورو ېې ونه منله او دانګلستان مرکزي بانک ېې خپلواک وساته براون په خپلو کړنو کې دومره پرېکنده او بې لحاظه و، چې يو لوړپوړي مامور ېې کړنې له ( ستالين ) سره ورته وبللې .
په 1994 ز کې دمی پر 12 مه نېټه دانګلستان دکارګر ګوند مشر جون سمېت دزړه دتکليف له کبله ومړ دغه مهال نو براون له توني بلير سره دهمدې کال دمی په وروستيو کې دې پايلې ته ورسېده ،چې توني بلير به ځان دګوند مشرۍ ته کانديد کړي او د ټولټاکنو پر مهال به ېې براون سيالي نه کوې خو دا هرڅه په دې شرط ،چې براون ته به دماليي وزارت ورکوي د دوی دواړو دخبرو پر مهال دا خبرې عيني شاهدانو اورېدلې وې ،چې د1997 ز دټاکنو پر مهال ېې دواړو ته جنجال جوړ کړ .
دهمدې تړون بله برخه په دې توګه وه ،چې بلير به براون ته دا لار هواروي ، چې په دوهم ځل ټاکنو کې لومړی وزير شي ،خو بلير له خپل ملګري سره دا ژمنه پوره نه کړه او دبلير ملاتړو له دې چور انکار وکړ، چې له براون سره دې دغه ډول يوه ژمنه شوې وي. دغه چلند د دواړو ترمنځ يوه پټه سيالي رامنځته کړه ان تردې ، چې خبره خبري رسنيو او خلکو ته ورسېده او براون بيا په درېيم پړاو کې دانګلستان لومړی وزير شو .
خبري رسنيو د بلير او براون تړون د ( کرانيتا ) په نوم يادوه، دا هغه ايټالوي هوټل دی چې په شفاهي توګه په کې ددواړو ترمنځ جوړجاړی شوی و او دلندن په مشهوره سيمه کې پروت دی او ددود له مخې ورته دانګلستان مشهور سياستوال ، پانګوال ، خبريالان کله ناکله سر ورښکاره کوي . ( کرانيتا) ايټالوي کلېمه ده او مانا ېې له بورې سره جوس ده . براون په دغه ناسته کې ،چې جوړجاړی په کې تر سره شو دغه ډول جوس ونه خوړ ، خو کله چې له هوټله ووت نو له خوشالۍ په کاليو کې نه ځاييده .
شنونکي وايي : له توني بلير سره دبراون اړيکو په ګردانګلستان کې شور راپورته کړ او له څو پړاوونو تېرې شوې . که په لنډه ېې ووايو دده او دبلير اړيکې له يو عادي ائتلاف پيل شوې ، خو په سختې دښمنۍ پای ته ورسيدې .
له بلير سره ېې اړيکې هغه مهال ترينګلې شوې ،چې په 2006 ز کې د کابيني شپږو وزيرانو دڅو ورځو په ترڅ کې له خپلو دندو استعفاوې ورکړې. بلير پرې تور ولګاوه ،چې ددې استعفاو تر شا دبراون لاس دی او دغو استعفاو ته يې دکودتا نوم ېې ورکړ ، خو براون به له دې خبرې نټه کوله .
وړاندې تر دې چې دبلير ستوری نورهم پسې پيکه شي او دملاتړ کچه ېې راټېټه شي او مخکې له دې چې دګوند لخوا له کوم انقلاب سره مخ شي او يا په بله وينا بلير دمارګرېټ ټاچر په برخليک اخته نشي ، نو اړ شو چې دګوند او دلومړي وزير له دندې استعفا وکړي او مخه ګورډن براون ته پرانيزي ،چې دګوند مشر شي . براون په همدې کال دانګلستان لومړی وزير شو او راتلونکو ټاکنو ته هم دګوند کانديد شو .
براون خپلو عامو اړيکو ته ډير پام کوي او هغو موضوعاتو ته ځانګړی ارزښت ورکوي ، چې له لومړي وزير سره تړلې وي، خو اوس پرې بې صبري زور شوې ده او دا تور پرې هم لګېدلې دی ،چې دا دهمده دسيسه وه ،چې بلير ېې له وخت وړاندې استعفا ته اړ باسه . خو دده بل کمال دادی ،چې تراوسه په مالي فساد کې هېڅ ښکېل نه دی اولا هم داخلاقو او شرافت له وياړه خوند اخلي . خو له دې سره سره پرده باندې دا تور دی چې کله کله له خپلو همکارانو سره له شفاهي او فزيکي تشدد څخه کار اخلي. په هغه کتاب کې چې د ( د لوبې پای) په نامه د ( اندرو راونسلي) له خوا ليکل شوی او په نږدې ورځو کې بازار ته راوځي ، راغلي چې يو ځل براون تر هغې وروسته چې د اوباما له خوا په واشنګټن کې توبيخ او سپک شو ، د خپل يو مرستيال په وهلو او ډبولو لاس پورې کړ، يوبل ځلې يې خپل منشی له څوکۍ څخه وغورځاوه او په خپله يې د ده پر ځای پر ليکلو پيل وکړ او د خپلو مرستيالانو د سپکولو او کنځلوبېلګې خو يې ډېرې راغلي دي. خو د دې تر څنګ براون يو له هغو وزيرانو دی ،چې لس کاله دماليې وزير پاتې شوی او ددې پلوي و ،چې دمخ پروده هېوادو پورونه د ې وبښل شي .
واشنګټن ته نږدې :
دبراون تګلارې ځانګړې دي او د ( څار او مالي ډار ) په نوم مشهورې دي او له همدې امله يې د ( دماليي وسپنيز وزير ) لقب ګټلې دی. براون له اقتصادي پلوه داروپا په پرتله امريکا ته نږدې دی ، کله چې بلير وغوښتل په انګلستان کې يورو دود کړي همدا ېې پر وړاندې ودرېده . براون له دې کبله هم ډير مشهور دی ،چې دمخ پروده هېوادونو دپور دبښنې غوښتنه ېې کړې وه . براون دامني ،چې بلير په بهرنۍ تګلار کې ډېرې تېروتنې کړې دي او ښه بېلګه ېې دعراق جګړه ده ، خو له دې هر څه سره ېې په عراق او افغانستان کې دانګلستان نظامي عمليات دبلير لپاره تاييدول .
براون دېته ډېر لېواله دی ،چې له امريکا سره په ټولو برخو لکه سياسي ، اقتصادي ، ټولنيزو او کلتوري برخو کې اړيکې ولري ، خو دبوش له تګلارو سره يې يو څه ستونزې درلودې او ځان يې ورځنې ګوښه کاوه. شنونکي وايي : براون هڅه کوي ،چې د عراق او په عامه توګه دمنځني ختيځ په اړه دامريکا دسياسي تګلارې له کرښې اخوا نشي .
پردې سربېره ځينې شنونکي په دې باور دي ،چې دګورډن براون او فرانسوي ولسمشر نيکولا سارکوزي ترمنځ ډيرې ځانګړنې ورته ليدل کيږي ، دواړه غواړي چې داروپا په منځ کې د فرانسې ، انګلستان او المان پر ګډون يود ( ټريو مويرا اروپايي ) خوځښت راپيل کاندي . د فرانسې او انګلستان دغه تړون به په معاصر تاريخ کې يو نوښت وي ځکه فرانسه او انګلستان دواړه له پټو او سختو ستونزو سره مخ دي. که څه هم داسې څه شته ،چې دا ستونزې تر خپل سيورې لاندې راولي خو دا مشران ېې دخپل لرليد له مخې دخپلوهېوادو لپاره تر ټولو له ګواښه ډکې ګڼي .