روهي(جمعه/۲ د کب)، د کانونو او پترولیم وزارت وایي د افغانستان ۱۶ ولایتونو کې د کانونو غیرقانوني کیندنې سروې بشپړه شوې چې د کمېټه د غیر قانوني کان کېندنې او د کانونو د قاچاق د مخنیوي لپاره، د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني د حکم په اساس جوړه شوې ده.
همداشان دغه وزارت د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په همغږۍ، د شګو او جغل ۱۹ او د ګچ د تولید ۳۳ کارخانې، چې په غیرقانوني توګه یې فعالیت کوه، تړلي دي. د ښاغلي مومند پر وینا، په هغو سیمو کې چې په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج په اړه سروې شوې ده، ژر به په کې قانوني تړونونه لاسلیک شي.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست عنایتالله مومند د ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دغې کمېټې له امنیتي بنسټونو سره په ګډه د کانونو د خوندیتوب کړنلاره جوړه کړې ده. په افغانستان کې له کانونو څخه د زورواکو سیمهییزو قوماندانانو او د دولت وسلهوالو مخالفینو د ګټې اخیستلو په تړاو کورنیو او نړیوالو بنسټونو په وار وار اندېښنې ښودلي دي.
وروستي